د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د جمعې لمانځه پر مهال په یو جومات کې چاودنه شوې ده. په دغې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي. پولیسو ویلي، چې ماین مخکې له مخکې په جومات کې دننه ځای پر ځای شوی و او انفجار ورکړل شوی دی. دوی وايي د پېښې قربانیان یې روغتون ته انتقال کړي دي. تر دې دمه چا د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.





































