له څه مودې راهيسې د ځینو بدنيتو بهرنيو ځواکونو په پارونې سره په هانکانګ کې د زورزياتي او تاوتریخوالي ځینې سختې پېښې رامنځته شوې، هغه چې د مدني ټولنې له بنسټيزې کرښې څخه وتلې او د چين ملي حاکميت ته يې زیان رسولی دی. دغه راز هانکانګ چې د ازادۍ، ورخلاصون او قانوني ادارې له امله د ختيځې نړۍ د مرغلرې نوم لري، د زورزياتي له امله په رکود کې لوېدلی دی. د زورزياتي بندول او ټولنيزې ګډوډۍ پای ته رسول، د هانکانګيانو یوه سخته او عمده غوښتنه ګرځېدلې ده. خو ځینې بهرني ځواکونه پر واقعيتونو خپلې سترګې پټوي، د هانکانګ او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د هانکانګ حالاتو د ترينګلتیا په هڅه کې دي. د دوی دغه توطيه به حتماً ژر ناکامه شي.
د وروستيو ناوړو پېښو مستقيم لاملونه د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت لخوا د هغو تښتېدلو مجرمينو او د جنايي چارو په اړه د متقابلې مرستې قواعدو تعديلول دي. د ۲۰۱۸ ز کال په فبرورۍ کې يو هانکانګی چې کورنی نوم يې چن دی، په تايوان سيمه کې جرم وکړ او خپله معشوقه یی ووژله او له جرم وروسته بېرته هانکانګ ته وتښتېدلو. تايوان ته د دغه مجرم د بېرته سپارلو او هلته ور باندې د محاکمې لپاره د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د يادو دوو قاعدو تعديل وړاندې کړ. موخه يې دا ده چې د هانکانګ او د چين د نورو سيمو ترمنځ دېته ورته د نورو تښتېدلو مجرمينو د تسليمولو په اړه همکارۍ او په جنايي چارو کې متقابلې مرستې په يادو دوو قواعدو کې شاملې شي. دغه ډول ترتيبات کټ مټ د يو هېواد او دوو سياسي نظامونو تر چوکاټ لاندې عادي قانوني عملونه دي چې د هانکانګ پر عدلي خپلواکۍ باندې هېڅ اغېزه نه کوي. خو د ځینو بد نيتو کسانو او خبري رسنيو زياتې خطرناکې خبرې جوړې او خپرې کړلې چې د سختې ټولنيزې وېرې سبب شوی دی. د ټولنيزې ارامۍ د ژر اعاده کولو په پاره د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د جون په ۱۵مه د يادو دوو قانوني سندونو د تعديل د ځنډولو اعلان وکړ او اړوندې قانوني چارې هم له هغه وخته بندې شوې دي. د چين مرکزي حکومت له دې څخه ملاتړ، تفاهم او درناوی څرګند کړی دی.
له تېر جون راهيسې په هانکانګ کې ځینو مخالفينو او افراطګرو د سوله ييزې مظاهرې په نوم، ډول ډول تندلارو فعاليتونو ته لاسونه واچول او د دوو قانوني سندونو له تعديل سره د مخالفت په پلمه يې رنګارنګ ويجاړوونکې کړنې تر سره کړې. دوی له يوې خوا د ازادۍ، ډيموکراسۍ او قانوني ادارې نارې وهلې؛ خو متأسفانه له بلې خوا يې خبريالان ووهل، سيلانيان يې یرغمل کړل، پر پوليسو يې بريدونه وکړل او د خپلو خولو ټول ارزښتناک شعارونه یی تر پښو لاندې کړي دي. ځينو کسانو په څرګند ډول چې د هانکانګ د خپلواکۍ نارې یې وهلې، په هانکانګ کې د مرکزي حکومت پر مېشتو ارګانونو راچاپېره شول، د ملي بيرغونو، نښو او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د نښو سپکاوی يې وکړ. هېڅ يو هېواد دې دغه ډول زورګرو پروړاندې صبر نه شي کولای. د هانکانګ پوليسو د ټولنيز امنيت د ساتلو په موخه، تل تر ستر فشار لاندې پر خپلو دندو ټينګار کړی او کوي يې. تر اوسه پورې کابو ۲۰۰ پوليس د زورګرو د مظاهرو په ترڅ کې ټپيان شوي چې حتی د يو پوليس يو ګوټه د يو زورچلوونکي لخوا پرې شوې ده. ځينې يې د سختو ټپونو له امله تر څه باندې ۵۰ ورځو وروسته لاهم روغ شوي نه دي. خو د لوېديځو هېوادونو خبري رسنيو په رپوټونو کې داسې پوليس په منفي ځواکونو، خو زورچلوونکي چې له ترهګرو سره یی دومره توپير نشته، ډيموکراټيک سرتېري وبلل.
هانکانګ د چين د ځمکې برخه ده. هېڅ يو بهرنی ځواک د هانکانګ پر چارو غير مسوولانه تبصره يا خبره نه شي کولای. د چين حکومت هېڅکله پر امريکايي حکومت نيوکه نه ده کړې چې د واټر سټريټ د اشغال غورځنګ يې وځاپه او د برېټانوي حکومت غندنه يې هم نه ده کړې، چې په زور سره په لندن کې له پېښې شوې ګډوډۍ سره یې مقابله کړې وه. خو ځينو هېوادونو د دوه ګونو معيارونو په چلولو سر ه د هانکانګ په چارو کې څرګنده او ژوره مداخله وکړه. د هانکانګ د غير قانوني مظاهره کوونکو په ډله کې دا هم کله کله ليدل شوي، چې ځینې بهرني عناصر د تندلارو مظاهرچیانو په څنګ کې دي او سره خبرې کوي او د دوی لارښوونې يې کړې دي. په هانکانګ کې د مخالفينو مشرانو او د هانکانګ د خپلواکۍ غوښتونکي سازمان مشر په پټه له امريکايي ډيپلوماټانو سره کتلي او نږدې تماسونه یې ورسره ساتلي دي. د امريکا او برېټانيا حکومتونو په هانکانګ کې پر وروستي سخت زورزياتي خپلې سترګې پټې کړې او زورګرو ته يې د ازادۍ، ډيموکراسۍ او بشري حقونو په ګډون، ښه نومونه ورکړي. ځينو نړيوالو خبري رسنيو ويلي چې په هانکانګ کې ټولنيزه ګډوډي د زرغون انقلاب (Color Revolution) پر بدلېدو باور پيدا کړی دی. له دې څخه څرګندېږي چې امريکايي حکومت په سوداګريزه جګړه کې د برياليتوب د نه موندلو په حال کې د چين تجزيه غوښتونکو ته لاس ورکړی او ورڅخه ملاتړ کوي. ځينو برېټانويانو ويلي چې هانکانګ ډيموکراسۍ ته اړتيا لري، خو د برېټانيا تر تسلط لاندې د هغه وخت هانکانګيانو هېڅ ډول ډيموکراټيک حقونه نه درلودل. په هانکانګ مسئله کې د امريکا او لوېديځو هېوادونو دريځونه د چيني پرمختګ د مخنيوي موخه لري.
د چين حکومت به هېچا ته د هانکانګ د ګډوډۍ اجازه ور نه کړي. په هانکانګ کې هېڅ ځمکه په نورو هېوادونو پورې اړه لري. د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو ځواکونو په سختې مداخلې سره هېڅ يو هېواد به د چين په شان دومره صبر او زغم ونه کړي؛ خو دغه ډول صبر هم بنسټيزه کرښه او اندازه لري. په هانکانګ کې د زورزياتي سختې پېښې اصلي بڼه بدله شوې او اوس د زرغون انقلاب نوم ورکول کیږي. که داسې حالت دوام وکړي، نو د هانکانګ پر عمومي نظم به منفي اغېزه وکړي، د هانکانګيانو د سر او مال امنيت به له زیانونو سره مخ شي او د هانکانګ سمسورتيا او ثبات به خراب کړي، ان د يو هېواد او دوو سياسي نظامونو چوکاټ به هم ناکام شي. زياتره هانکانګيان، د چين حکومت او چينايان به له دې سره موافقه و نه کړي، چې هانکانګ له زورزياتي څخه په يو ډک ښار بدل شي. د زورزياتي بندول، د ګډوډۍ پای ته رسول او د ټولنيز نظم اعاده کول د ننني هانکانګ لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده ده. هر ډول غير قانوني کړنو ته به قانوني او تاريخي سزا ورکول کیږي، هر هغه څه چې د يو هېواد او دوو سياسي نظامونو د اصولو او بنسټيزې کرښې پر ضد وي، قانوني صلاحيت تر پښو لاندې کوي، ټولنيز ثبات ويجاړوي او يا د ولسي وګړو ګټو ته زيانونه رسوي؛ د چين حکومت به پر وخت د کافي برخورد لپاره قوي ځواکونه چمتو ولري او ژر به په هانکانګ کې هر ډول زورزياتی پای ته ورسوي. خو موږ بايد ځينو هېوادونو ته ووايو چې د هانکانګ په چارو کې خپل تور لاسونه دې ژر ورټول کړي، ځکه چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې هېڅکله ښه پايله نه ده ورکړې او دا په تاریخي واقعیتونو کې په اثبات رسېدلې ده او ډیر ژر به يو ځل بيا په اثبات ورسیږي.