د هند اوسنی دولت چې مشري یې د بي جي پي ګوند مشر نریندرا مودي کوي، تر څه باندې ۷۰ کلونو وروسته په تېره اګست میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده، چې له مخې یې کشمیر ته ځینې ځانګړي امتیازات ور کړل شوي وو او د یوې آزادې سیمې حیثیت يې درلود، له منځه یوړه. له دې وروسته پاکستاني چارواکو د کشمیر ستونزه له افغان سولې سره تړلې وبلله، دا چې په رښتیا د کشمیر ستونزه له افغان سولې سره مستقیم تړاو لري او که نه؟ په دې تحلیل کې پرې شننه شوې ده.
د کشمیر کړکېچ ته ځغلنده کتنه
له ۱۹۴۰ میلادي کال را وروسته چې هند او پاکستان د برېټانیې له امپراتورۍ آزادي تر لاسه کړه، دواړه هېوادونه ادعا کوي چې کشمیر یې د هېواد برخه ده. د کشمیر په تړاو له یو بل سره د دوی له دریو تر سره شویو جګړو څخه دوه هغه یې د کشمیر پر سر تر سره کړې دي، چې شاوخوا اویا زرو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. د نړۍ د نورو سیمو په پرتله، د کشمیر پر سیمه زیات نظامي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او ځایي کشمیریان بیا د هندي ځواکونو له شتون سره سخت مخالف دي او د هغو کسانو ملاتړ کوي، چې د هندي ځواکونو پر ضد ودرېږي.
د ۳۷۰مې مادې له منځه وړل او د کشمیر اوسنۍ وضعیت
د روان کال د اګست میاشتې په پنځمه نېټه د هند لخوا تر ۷۰ کلونو وروسته، د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده چې له مخې یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته ځانګړي امتیازات او واک ور کړل شوی و، له منځه یوړل شوه. د دې مادې له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر یوه خودمختاره سیمه وه، د هند د نورو برخو اوسېدونکو نه شو کولی چې دلته ځمکې وپېري، د دې سیمې خلکو خپل اساسي قانون او خپل ځانګړی بیرغ درلود. مګر د دفاع، بهرنیو چارو او ارتباطاتو په برخو کې بیا د مرکزي دولت تر رسمي اغیزو لاندې وو، خو د دې مادې له ختمېدو وروسته کشمیر د هند د نورو آیالتونو په څير حیثیت غوره کړ، اوس د نورو آیالتونو خلک کولی شي دلته ځمکې واخلي او سرمایه ګذاري وکړي، له دې سره د دې سیمې ځانګړی حیثیت نور ختم شو. اوس ډېر هندي ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي، ګرځبندیز لګېدلی او ډېری سیاسي مشران او مظاهره چیان نیول شوي دي. د کشمیر پخوانی وزیر عمر عبدالله د یادې مادې له منځه وړل، د هندي حکومت یو اړخیزه پرېکړه بللې او اوسنۍ وزیرې محبوبې مفتي چې د ۳۷۰مې مادې تر ختمېدو وروسته په کور کې نظر بنده شوه، د اګست پنځمه نېټه د هند د ډیموکراسۍ لپاره توره ورځ ونوموله او د هند پر اوسني واکمن ګوند یې توندې نیوکې وکړې. د نړیوالو ورځپاڼو پر بنسټ، هندي ځواکونو په سرینګر کې زیات کسان شکنجه کړي، تلیفون او انټرنېټي خدمتونه تم شوي، روغتیايي مرکزونه یا بند دي او یا په ټیټه سطحه خدمات وړاندې کوي، تعلیمي ادارې بندې دي او ورځ چارې هم په ټپه ولاړې دي او دا لړۍ لا دوام لري.
د کشمیر ستونزه د نړیوالو له نظره
د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو د کشمیر پر مسئله جدي غبرګونونه ښودلي، پاکستان بیا نړیوالې ټولنې ته رسماً شکایت کړی چې پر مظلومو کشمیریانو د هندي ځواکونو د ځورونې مخه باید ونیسي. د جینوا حقوقو کنوانسیون ۴۲مې غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر ستونزې په اړه وینا وکړه او د هند له زور زیاتي او ځورونو څخه یې نړیوال خبر کړل، چې هند شوې ادعاوې په یو سر رد کړې. هند بیا وايي، دا یې داخلي موضوع ده او چا ته دا حق نه ورکوي چې په دې اړه څرګندونې او مشورې ورکړي او ادعا کوي چې هندي ځواکونه د بشر حقونو ته پوره احترام لري او یوازې د بېلتون غوښتونکو مخه نیسي او د ۳۷۰مې مادې له منځه وړل یې کشمیریانو او په ټوله کې هېواد ته د پرمختګ ګام بللی.
پاکستان بیا د هند تر ولکې لاندې کشمیر د هند له لوري په ناوړه توګه نیول شوې سیمه ګڼي او د ځان حق یې ګڼي. په همدې پار یې د چین، ترکیې او اسلامي هېوادونو په ګډون، د نړیوالې ټولنې دروازې د ملاتړ خپلولو لپاره ټکولې دي. له چین او ترکیې پرته، نورو هېوادونو د کشمیر ستونزه د پاکستان او هندوستان خپلمنځني ستونزه ګڼلې او په دې اړه یې دواړو هېوادونو ته د حللارې موندلو غږ کړی دی.
د متحده عربي اماراتو حکومت بیا د هند تر ګام اخیستو وروسته، د هند لومړي وزیر ښاغلي مودي ته عالي دولتي نښان هم ورډالۍ کړ، چې یاد کار بیا په پاکستان کې سخت غبرګونونه راوپارول او د اماراتو د شیخ دا کار یې د مظلومو کشمیریانو په حق کې ستر او نه بخښونکی ظلم او زیاتی یاد کړ.
افغان سوله او د کشمیر ستونزه
د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې چې د کشمیر مسئله له افغان سولې سره اړوند بولي، په ټولیزه توګه بې بنسټه دي. په دې اړه د پاکستاني چارواکو له ډلې د شهباز شریف هغه خبرې چې د کشمیر ستونزه یې له افغان سولې سره تړلې وه او عمران خان یې پړ بللی و چې د افغان سولې پر وړاندې یې له ولسمشر ټرمپ سره پر کشمیر معامله کړې، نه یوازې دا چې په خپله د لومړي وزیر عمران لخوا رد شوې، بلکې د کشمیر په اړه یې د ټرمپ څرګندونې د سویلي آسیا د اقتصادي پرمختګ برخه وګڼلې. او بل دا چې په تاریخي لحاظ د افغانستان او کشمیر ستونزې له یو بل سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه د کشمیر په مسئله کې د افغانستان خلکو تل له مظلومو کشمیریانو سره د پیل شوي ناورین د ختمېدو هیلې څرګندې کړې دي. د پاکستاني چارواکو دا بې ځایه ادعاوې نه یوازې دا چې د هند نفوذ کمولو او د نړیوالو پام را اړولو یو بې اساسه هیله ګڼل کېږي، بل څه نه شول بللی. مظلوم کشمیریان باید پرېښودل شي څو خپل راتلونکی برخلیک په خپله وټاکي او نړیواله ټولنه هم باید په دې اړه کوټلي ګامونه واخلي او پرې نږدي چې نور د کشمیر مظلوم خلک یو تیاره راتلونکی ولري.
له دې انکار نه شي کېدلی چې په هر هېواد کې بې ثباتي کولی شي اړوندې سیمې په غیر مستقیم او مستقیمه توګه اغېزمنې کړي، خو دا چې پاکستاني چارواکي د کشمیر ستونزه له افغان سولې سره په مستقیم ډول نښلوي، دا یوازې د دو ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابولو کې مرسته کولی شي او بس. ځکه د کشمیر ستونزه یوه له هغو پېچلو ستونزو څخه ده، چې له لومړي وخت څخه له پامه غورځولې شوې، خو له بده مرغه هند او پاکستان غواړي چې له افغان کشالې څخه د کشمیر ستونزې په برخه کې ناوړه ګټه پورته کړي او افغانستان یې د خپلې سیالۍ ډګر ګرځولی چې دا بیا افغان ولس ته په هېڅ قیمت د منلو وړ نه ده.
د کشمیر په اړه د هند او پاکستان غلطو پالیسیو د سیمې او افغانستان په څېر هېواد اقتصادي وضعیت چې بحر ته لار نه لري او له هند سره یې سوداګري د پاکستان له لارې په آسانۍ سره تر سره کېږي، هم له نامعلوم راتلونکي او وېرې سره مخ کړی. او دا چې په وروستیو کې پاکستان د افغان سوداګرو د آسانتیا او د خپلې اقتصادي ځوړتیا رغولو لپاره اړین ګامونه اخیستي، خو بیا هم وېره شته چې د کشمیر ستونزه دا پرمختګونه ټکني او اغېزمن کړي، د سیمې سوداګرو ترمنځ یې د امن او راکړې ورکړې په اړه اندېښنې زیاتې کړې، خو بلخوا دا کار کولی شي تر ټولو زیات زیان پاکستان ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ورسوي؛ ځکه افغانستان اوس د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره له پاکستان پرته نورې بدیلې لارې هم لري، څو افغان سوداګر وکولی شي له هغو بدیلو لارو څخه خپلې راکړې ورکړې تر سره کړي.
که چېرته امریکا دواړه هېوادونه پاکستان او هند د سیمې د بې ثباتۍ او له افغانستان څخه د سیالۍ ډګر په حیث ګټې اخیستنې څخه را ونه ګرځوي، نو دا کار کولی شي په راتلونکي کې د سیمې امنیت له خنډ سره مخ کړي. بلخوا چین چې د کشمیر په مسئله کې د پاکستان پلوي کوي، باید له خپل ستراتیژیک او سیمه ییز رول څخه په ګټې اخیستنې دواړه هېوادونه هند او پاکستان د کشمیر مسئلې پر سر یو تل پاتې حل موندنې ته راوبولي، څو د مظلومو کشمیریانو ځورونې او بې ځایه وژنې پای ته ورسیږي. که چېرته چین دا کار تر سره نه کړي، نو په سیمه کې د چین لویې اقتصادي پروژې لکه سي پیک (CPEC) او ون بیلټ ون روډ هم له ستر خنډ سره مخ کېدلی شي، دا ځکه چې د چین د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره د سیمې امنیت خورا ډېر اړین دی.
پایله
د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې چې د کشمیر ستونزه له افغان سولې سره تړلې بولي، په ټولیزه توګه بې بنسټه دي او د کشمیر د مظلومو خلکو او مسلمانانو ستونزه چې له تېرو اویا کلونو راهیسې د پاکستان او هندوستان ترمنځ روانه ده، باید په اړه یې د یو تل پاتې حل موندنې لپاره کار وشي او نور پرې نښودل شي یاده سیمه چې له اقتصادي، فرهنګي او تاریخي لحاظه ځانګړی ارزښت لري، دې دواړو هېوادونو د ناوړه سیاستونو ښکار شي. د اسلامي همکاریو سازمان، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه باید نور د مظلومو کشمیریانو غږ واوري او په اړه یې ملامته خاموشي نوره پای ته ورسوي او د هغوی حقونو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او د دې کار له تر سره کېدو سره به نه یوازې د کشمیر ښکلې سیمه له روانو ناخوالو څخه خلاصه شي؛ بلکې د سیمې او په ځانګړې توګه د افغان سولې په اړه بهانې چې پاکستاني چارواکي یې کوي، هم پای ته ورسیږي او افغانستان په نږدې راتلونکې کې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي.