پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

پر ۵۰ دلیله روانه جګړه پردۍ او بین‌الافغاني نه ده!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

سپتمبر 25, 2019
in لیکنې
0 0

پر ګران وطن د امریکا له یرغل سره جوخت دا بحثونه تل د ژبو په سر وو، چې د روانې جګړې د شرعي څرنګوالي خلاف د پېښو ډول د ملي مبارزو، افغاني دودونو، انساني درنښتونو او بالاخره نړیوالو ټول منلیو قراردادونو په رڼاه کې د امریکا د جګړې، افغان وژنې، سولې او سیاست په بحث کې کومه بڼه ډېره غالبه ده.

د دې بحث پرانیستل په دې نازک او حساس وخت کې ځکه اړین او پر ځای دي، چې د جګړې افغان او بهرني لوري د موجوده فرعوني میډیا په واسطه کوښښ کوي، چې یو ډول حقایق جعل کړي او ولس داسې غافل وساتي چې د هلمند د موسی کلا په شان د وحشتونو پړه ور ونه ګرځي او بل لور ته د خپلو کرغېړنو پالیسیو دوام چې مونږ افغانانو ته بغیر له وحشت، وینو، مرګونو او افغان وژنې هېڅ ښیرازي نه لري، جاري وساتي.

۱ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې مېلر يې د لومړۍ کرښې قومندان دی!؟

۲ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنت مکینزي يې د وحشتونو طرحې جوړوي!؟

۳ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکایان يې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه بولي!؟

۴ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د روانې جګړې سیاسي قومنداني يې له واشنګټنه او نظامي قومنداني يې له بګرامه دستورات صادروي!؟

۵ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکا يې د ګټلو لپاره نهه ځله د خپل پوځ تر ټولو لوړ رتبه قومندانان د ګټلو لپاره بیا بیا رالېږي او هغه يو په بل پسې پرله پسې شرموونکې ماتې خوري!؟

۶ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې دریو امریکایي ولسمشرانو د هغې د ګټلو لپاره ۱۷ نظامي رسمي طرحې جوړې کړې!؟

۷ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې زموږ د ټولو عدلي او قضایي بنسټونو واک او صلاحیت د یوه بهرني قاتل امریکایي عسکر د جنایت پر وړاندې، لکه لعنتي امنیتي تړون پکې معطل او منسوخ شي او په دې اړوند دې د افغان انسان عزت، حرمت او کرامت هر بهرني جاني ته مباح الدم وي!؟

۸ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د رنډ مشهور امریکايي څېړنیز بنسټ یې ۱۳۸ ځله د بریا او ماتې په موخه د شننو، حللارو او کړنلارو تر کچې، د مشهورو امریکايي پالیسي میکرانو ناستې رابللې دي!؟

۹ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ټرمپ د دغې جګړې د ګټلو لپاره د نړۍ تر ټولو ستر غیر هسته‌یي بم (د بمونو مور) د ټولو بشري او انساني ارزښتونو خلاف وکاراوه!؟

۱۰ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې خلیلزاد یې نږدې یو کال کیږي چې د پایته رسولو لپاره له واشنګټنه تر دوحې شل جوړه بوټونه څيرې کړل او ولسمشر ټرمپ سهار او بیګاه له مخامخ رسنیو تر ټویټره يې په پرمختګونو او ماتو خوله ستړې کړه!؟

۱۱ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکا پرې د انساني زیان سربېره لسګونه میلیارده ډالره پانګونه کړې!؟

۱۲ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکایانو يې پر سر له طالبانو سره نږدې یو کال مذاکرات وکړل!؟

۱۳ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ۴۸ هېوادونه پرې نظامي، سیاسي، اقتصادي او لوجستیکي لګښت کوي!؟

۱۴ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ هالبروک د ۲۰۰۹ ز کال په ټاکنو کې غواړي، چې کرزی ناکام او خپل بل لاسپوڅی واک ته ورسوي!؟

۱۵ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکایي سناتور او د ولسمشر اوباما مرستیال جوبایډن د یوه ملک ولسمشر ته وایي، چې د افغان انسان تر وژل کېدو، د دوی د سپي مرګ مهم دی!؟

۱۶ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا په سفارت کې د یو هيواد ولسمشر د ملت د ارادې خلاف ټاکل کیږي، پر قانون سپور یوه پوست د اجرایه ریاست په نوم جوړېږي او د ټاکنو کمېسیون کال وروسته د امریکا سفارت په اشاره او مشوره د ټاکنو پایلې اعلانوي!؟

۱۷ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د یوه هېواد (امریکا) سیاسي استازی (سفیر) دې د ټاکنو له کمېسیون نه نیولې، تر ولسمشره، قضاه، ولسي جرګې او حتی تر یوه کوچني ماموره د هغه په کارونو کې مداخله ولري، سلیقه دې ولري او لابي دې وکړي!؟

۱۸ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د کابینې او ملي امنیت شورا په غونډو کې دې د امریکا او ناټو نظامي قومندانان ناست وي، نظر دې ورکوي او د افغان لوري نظر دې رد کړي او د پرېکړو د رد (ویټو) واک دې ولري!؟

۱۹ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ټرمپ يې د ګټلو لپاره په یوه اونۍ کې د لسو میلیونو افغانانو د وژلو خبره کوي او د کابل حکومت یې د بیا بیا تکرار په صورت کې سوڼ هم نشي وهلی!؟

۲۰ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې په بن کې بهرنیان پرېکړه کوي، چې څوک به د راتلونکي حکومت برخه وي او څوک به حتی کور او ګور هم نه لري!؟

۲۱ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا سفیر ویلیام ووډ د ولسمشر کرزي د دفتر رییس ته وایي، چې تاسې ولې د ولسمشر هغه خبرې په رسنیو کې په تفصیلي بڼه خپرې کړې، چې د یوې بمبارۍ له امله پکې د ملکي مرګ ژوبلې غندنه شوې ده!؟

۲۲ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ۴۸ هېوادونه دې د افغانانو د ربړولو، ځورولو، شکنجه کولو او په بي برخلیکه توګه د افغانانو د برمته کولو واک لري، دا په کوم قانون کې دي!؟

۲۳ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ده يوه هېواد اتباع دې د نړۍ په بل کونج کې زندان ته واچول شي او هلته دې پردي قوانین پرې تطبیق شي!؟

۲۴ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د محلي ټلویزیونونو په سریالونو کې دې هم غربي سفارتونه او موسسې لاس ولري او د یوه هېواد وزیر دې د هغه پر وړاندې ونه شي درېدای!؟

۲۵ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکایان او د دوی متحد سفارتونه دې د وزیرانو د کامیابولو او ناکامولو یا یوې طرحې او قانون ته د رایې ورکولو یا ردولو په سر وکیلانو ته په سفارتونو کې مېلمستیاوې وکړي او پر هغوی دې پیسې ووېشي!؟

۲۶ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د امریکا د وخت سفیر ایکنبیري د ټاکنو کمېسیون رییس په شاه ټپوي، چې د ټاکنیز عدالت د ځانګړې محکمې پرېکړې مه منه او پر وړاندې یې ټینګ ودرېږه!؟

۲۶ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا د وخت سفارت حتی د کابل بانک په خرابولو کې لاس لري!؟

۲۷ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې یو امریکایی قومندان (جنرال الن) خپلو اهداف ته رسېدو او د ولسمشر د مخالفت له امله د یوه هېواد د ولسمشر (کرزي) د وژلو بې شرمانه پرېکړه کوي!؟

۲۸ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ډانا رورابکر او امریکایی جنرالان د یوه نظام د بدلون (فيدرالېزم) کولو غوندې طرحې ولري!؟

۲۹ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د یوه هېواد د ولسمشر مرستیالان د بل هیواد د مېلمه ولسمشر د باډیګارډانو له لوري تلاشي شي!؟

۳۰ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا د جاسوسۍ اداره (CIA) دې د خپلو استعماري موخو د تر لاسه کولو په موخه، پښتانه د ۶۵ سلنې پر ځای ۳۸ سلنه وښیي!؟

۳۱ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا د جاسوسۍ اداره (CIA) دې په افغانستان کې په دوی پورې تړلې اډې ولري او هغه دې د محکمې له حکم او د افغانستان د قوانینو خلاف، بېګناه ملکي وګړي ووژني، برمته او شکنجه یې دې کړي!؟

۳۲ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکا د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب او په سیمه کې د زورواکۍ، لنډغرۍ او جاسوسۍ لپاره اډې ولري!؟

۲۳ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د یوه بهرني هېواد ولسمشر دې د هغه لپاره پالیسي ولري، زموږ رهبران یې دې اربکیان وي او بهرنی ولسمشر دې دلته د جګړې د دوام واک ولري!؟

۳۴ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ډاکتر غني یې خپله قرباني د نیویارک او واشنګټن لپاره ګڼي!؟

۳۵ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکایان یې دوام د خپل امن او سر د خوندیوالي بیمه ګڼي!؟

۳۶ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې غني امریکایي ولسمشر ته لیکي، چې لګښتونه به دې در وسپموم، ولې عسکر دې مه باسه!؟

۳۷ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې غني له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې د خپل نظام شتون د هغوی د عسکرو مدیون ګڼي او که نه، په شپږو میاشتو کې د خپل حکومت د ماتېدو او نړېدو وېره څرګندوي!؟

۳۸ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د ټاکنو اړوند د سیاسي ګوندونو په اتفاق او د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په غوښتنه پرېکړه کیږي، چې د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به هم د ولسمشریزو هغو سره په یو وخت کیږي؛ مګر د امریکا سفیر جان بس حکومت او د ټاکنو کمېسیونونو ته کرښه کاږي، چې یوازې ولسمشریزې ټاکنې به کیږي او نور هر څه ویټو دي!؟

۳۹ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکایان پکې د سولې، جګړې او بلې هرې پرېکړې واک لري!؟

۴۰ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا د ولسمشرۍ نوماندان دې د افغان سولې په اړوند د جګړې د دوام او پای پرېکړې وکړي!؟

۴۱ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د پردیو هېوادونو عسکر د افغان حکومت له موافقې پرته ځي راځي او افغان حکومت دې په دې اړوند د هېڅ پوښتلو او پلټلو واک ونه ولري!؟

۴۲ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند جوبایډن افغانستان په دریو ټوټو وېشي او افغان حکومت یې پر وړاندې چوپه خوله ناست دی!؟

۴۳ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې کله له حزب اسلامي سره افغان حکومت سوله کوي، نو له هغه سر د موافقې کولو لپاره د امریکا د سفارت قناعت او تایید حتمي دی!؟

۴۴ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې د امریکا سفارت د ایران ارین بانک د امنیت شورا په فرمایش تړي او بیا مذاکرات د افغان قوانینو تابع له بهرني بانک سره د امریکا سفارت کوي!؟

۴۵ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکا د سیمې د کنټرول لپاره دلته اډې غواړي!؟

۴۶ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکا د لیبیا جنګي بندیان افغانستان ته د پلټنې لپاره راوړي او افغانان ګونتانامو، اوکراین او پولنډ ته د پلټنو او بند تېرولو لپاره وړي!؟

۴۷ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکا غواړي ویې ګټي، ماتې پکې ونه خوري او د ګټلو لپاره یې ډول ډول وحشتونه کوي!؟

۴۸- دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې ډاکتر غني د لویو امریکایي ښارونو، لکه نیویارک او واشنګټن د امن کېدو لپاره د ورځې د ۳۰۰ افغانانو په وژنه باک نه راوړي!؟

۴۹ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې امریکا د ډېورنډ پر فرضي کرښه د سیم غځولو لګښت پنجاب ته ورکوي!؟

۵۰ـ دا څنګه بین‌الافغاني جګړه ده چې برخلیک یې د امریکایي ولسمشر په ټویټونو پورې تړلی دی!؟

پر دې ټولو دلایلو سربېره، لا هم ځینې ضمیر پلوري فکر کوي او ولس تیر باسي چې نه روانه جګړه کورنۍ ده، امریکا ته له ټولو وحشتونو څخه برائت ورکوي، په پردو لښکرو ځان ساتلو ته بني اسرائيلي روایات تراشي او د جګړې دوام ته لاسونه پړه کوي.

مګر د دوی د پروپاګندو خلاف ولس پو شوی دی، هغه د بهرنیانو له شتون څخه کرکه لري، جګړه په سولې سره غندي او د ګران وطن د نجات یوازینۍ لاره سوله، خپل اختیار او له خپلو افغان وروڼو سره د ګډ افغانستان په جوړولو کې ګوري.

Share21Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In