ځینو کسانو خپل ځان همداسې خواشينی او ناهیلی اموخته کړی وي. هغوی تل پر خپلو ستونزو او ناکامیو تمرکز کوي، مخکې له دې چې له بلې ستونزې سره مخ شي، مخکې له مخکې ورته خواشينی وي. دوی په ورځني ډول دومره منفي رسنۍ څاري او منفي خبرونه اوري چې ژوند یې ورته سخت کړی او په وېره کې یې اچولی وي.
خو دوی کولای شي مثبت خبرونه واوري، مثبت فکر وکړي، راتلونکي ته هیله من اوسي او خوشاله ژوند وکړي. تاسې په ډېرې اسانۍ ځان ته ښه روحیه ورکولای شی.
ارواپوهان وایي، ژور خپګان او ناهیلي مو پر ځمکه راڅملوي. هڅه وکړئ چې را پورته شئ او نوی ژوند پیل کړئ. د دې لپاره چې بېرته پر خپلو پښو ودرېږی او استوار ګامونه واخلی، لومړی مو فکر بدل کړئ. د خوشاله ژوند لپاره نوې او وړې پلمې ولټوئ. ټوله ورځ پر ستونزو فکر مه کوئ، د هغه چا په اړه فکر مه کوئ چې ستونزې درته پیدا کوي او تاسې ځوروي. دغه څه مو نور هم ناهيلي کوي. تاسې باید د یوه نوي ژوند لپاره نوی فکر هم له ځان سره ولری.