پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه اقتصاد

د مالي مدیریت په اړه د رابرټ کیوساکي ۶۰ درسونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اکتوبر 7, 2019
in اقتصاد, لیکنې
0 0

رابرټ کیوساکي د هغه واټن په اړه چې د شتمنو او نېستمنو خلکو تر منځ ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی، اندېښمن و. نوموړي د پیسو د ګردش په نوم یوه لوبه رامنځ ته کړه. د دې لوبې په وسیله کولای شی مالي، حسابي او د پانګونې مسایل او مفاهم ښه په اسانۍ سره زده کړی او ویې پېژنی. دغه لوبه له جذابیت سره سره ډېره ساده هم ده؛ ځکه لوبغاړو ته دا فرصت ورکوي، چې د خپلې راتلونکې لپاره داسې پرېکړې وکړي، چې راتلونکی ژوند یې له مالي تنګلاسیو وساتي. په دې لوبه کې لوبغاړي د عوایدو، ګټو، زیان، حسابدارۍ او اموالو له لومړنیو مفاهمو او مدیریت سره اشنا کېږي. د کیوساکي په موسسه کې چې بل مهم شی تدریس کېږي، هغه مینه او استقامت دی. د نوموړي په یوه پیغام کې راځي: «یا د خپلو مسایلو مسوولیت پر خپله غاړه واخله او یا به د عمر تر پایه پورې د بل تر امر لاندې کار کوې». دا ستا په لاس کې ده چې غواړې د پیسو مالک او ارباب اوسې او که غلام. خپل ویده مالي نبوغ را ویښ کړئ؛ ځکه د دغه نبوغ سر را برسېره کولو ته بیخي تیار دی. وړاندې کولای شی د رابرټ کیوساکي له شپېتو درسونو څخه د خپل مالي مدیریت لپاره ګټه واخلی. د نوموړي دغه شپېته درسونه په ژوند کې د بریا او د کارو بار د غوړېدو په اړه دي.

۱- له خپلو وېرو او ګواښونو تېښته مه کوئ، بلکې ور سره مخ شی. که داسې وکړی، نو پر مخ به مو د یوې نوې نړۍ دروازه خلاصه شي.

۲- تحصیلي سند او مالي پوهه دواړه مهم دي، دواړه د اهمیت وړ دي، خو ښوونځي او پوهنتونونه د مالي مسایلو د ور زده کولو په برخه کې بې غوري کوي.

۳- ډېری برخه خلک له فکري اړخه ډېر ټنبل دي، دوی د دې پر ځای چې نوي شیان زده کړي، پر هماغه زړو او پخوانیو نظریو او تګلارو پسې نښتي وي.

۴- که غواړی یوه نوي ځای ته سفر وکړی، داسې یو کس را پیدا کړئ، چې مخکې هلته تللی یا اوسېدلی وي.

۵- د هرې موضوع په زړه کې یو فرصت پروت دی.

۶- پیسې کټ مټ لکه د اوبو، خوړو، او سر پناه په څېر د ښه ژوند کولو لپاره یو مهم څیز دی، چې د ژوند پر ټولو اړخونو باندې اغېز کوي؛ خو له دې ټولو سره سره، هغه کسان چې په پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې دي، فکر کوي چې نظر ټولنیز موقف ته پیسې له لږ اهمیته برخمنې دي.

۷- مینه او لېوالتیا مو هیلو ته په رسېدو، په لاره کې له پرتو خنډونو او ماتو سره د چلند ډول او د بریا کچه ټاکي.

۸- موږ ښوونځي ته د دې لپاره ځو چې زده کړو څه ډول باید د پیسو ګټلو لپاره سخت کار وکړو. زه کتابونه لیکم او خلکو ته ور زده کوم چې څه ډول پیسې ورته سخت کار وکړي.

۹- هڅه وکړئ چې په خپل ذهن کې لویې هیلې وروزی، تل فکر وکړئ، د یوه منظم پروګرام له مخې مخکې لاړ شئ او واړه ګامونه واخلئ، دا د پایدارې او تل پاتې بریا راز دی.

۱۰- د کمزورو او سستو انسانانو دا خوښېږي چې نور ګنهګار وبولي او ملامت یې کړي.

۱۱-  د شتمن او نېستمن تر منځ یوازینی توپیر له وخت څخه د ګټې اخیستو په ډول کې دی.

۱۲- ستاسو راتلونکې  په هغه کار پورې تړلې ده چې نن یې پر تر سره کولو بوخت یاست.

۱۳- ناکام، ناسالم او د نورو تر لاس لاندې کار کوونکي هغه کسان دي، چې تر بل هر چا د (سبا) کلمه ډېره کاروي.

۱۴- ځینې کسان د بریا لپاره یوازې د خیالونو په نړۍ کې ژوند کوي، خو ځینې نور را پاڅېږي، عملاً لاس پکار کېږي او خورا ډېر کوښښ کوي.

۱۵- راتلونکې مو هغه څه نه جوړوي چې په خوله یې وایاست، بلکې دا ستاسو د وجود او ضمیر زمزمه ده چې ډېر زیات قوت ور سره دی.

۱۶- ډېری پانګه وال وړاندیز کوي چې رېسک ونه کړئ او خطر ونه منئ؛ خو شتمن پانګه وال اهل رېسک دي.

۱۷- زده کړه د بریا بنسټ دی، لکه څنګه چې زده کړې مهمې دي، دغه راز مالي پوهه او اړیکې هم خورا لوړ اهمیت لري.

۱۸- د پیسو لپاره کار مه کوئ، پيسې دې ته اړ باسئ چې ستاسو لپاره کار وکړي.

۱۹- لارښوونکي ستاسو په ژوند کې ډېر مهم دي، نو په خورا غور او دقت یې وټاکئ.

۲۰- دا مه هېروئ چې ذهن ستاسو تر ټولو لویه پانګه ده، نو د هغو افکارو په اړه ښه غور وکړئ، چې ذهن ته یې داخلوی.

۲۱- د ګټونکو تکیه کلام (نن) او د بایلونکو بیا (سبا) وي. یا ویلی شو چې د ګټونکو په خوله (نن) او د بایلونکو په خوله بیا (سبا) وي.

۲۲- د لغتونو په منځ کې د (سبا) لغت تر ټولو ورانوونکی دی.

۲۳- د بریا اصلي رکن صبر او استقامت دی.

۲۴- شتمنتوب یوازې یو نظر او مثال دی.

۲۵- که غواړی د پیسو ګټلو پر لاره لاړ شی، نو د رښتیا او ذهنیتونو تر منځ توپیر ومنئ. تاسو باید واقعیت او رښتیا وپېژنئ.

۲۶- شتمن پر خپله پانګه تمرکز کوي، په داسې حال کې چې نېستمن او د منځني پوړ کسان پر خپلو عوایدو حساب کوي.

۲۷-  که میدان ته د اول کېدو لپاره نه را دانګی او تمرین نه کوی، نو ډېره به لرې وي چې پر یوه کار پنځوونکي کس بدل شی.

۲۸- دری اساسي مالي مهارتونه دي چې هر څوک باید ور سره بلد وي:

د شتمنۍ لاسته راوړلو څرنګوالی

د شتمنۍ د مدیریت څرنګوالی

او د شتمنۍ د پانګونې څرنګوالی.

۲۹- لوی فرصتونه په سترګو نه لیدل کېږي، بلکې ستاسو له ذهن سره په اړیکه کې دي.

۳۰- که د فکر کولو بڼه بدله کړی، کولای شی خپل چلند هم بدل کړی.

۳۱- ډېری کسان داسې په اسانۍ سره نه شتمن کېږي، ځکه هغوی د فرصتونو په سازماندهي کولو کې ځانګړې مالي پوهه او وړتیا نه لري.

۳۲- که غواړی شتمن شی، ښه طریقه یې دا ده چې نورو ته هم  ور زده کړئ چې څه ډول شتمن شي.

۳۳- ټنبل کسان یوازې پر خپلو پیسو پانګونه کوي، دا چې د نورو خلکو پر پیسو څه ډول پانګونه وکړی؛ دا بیا ځانګړی مهارت غواړي.

۳۴- کله به ګټونکي وی او کله به یې زده کوی.

۳۵-  بریا لکه بې تجربې ښوونکی داسې ده.

۳۶- ګټونکي له ماتې نه وېرېږي، خو بایلونکي ترې وېره لري.

۳۷- زه د دې پر ځای چې په تېر پسې ونښلم، تغیر او بدلون ته مې ښه راغلاست ووایه.

۳۸- زه د احساساتي پرېکړې پر ځای د عقل او تفکر لار خپلوم.

۳۹- که ناهیلي شی او له کاره لاس واخلی، نو له مسکین پرته بل څه نه شی کېدای. ستاسو په ژوند کې تر ټولو مهمه دا ده چې یو کار وکړی. ډېری کسان شتمن کېدل غواړي، خو دوی په دې برخه کې یوازې خبرې کوي. که غواړی شتمن شی، په کار لاس پورې کړئ.

۴۰- پوهه مسایل حل کولای شي او شتمني زېږوي. هغه پیسې چې له مالي پوهې پرته تر لاسه کېږي، ډېر ژر له لاسه وځي.

۴۱- له قاطع دلیل او قوي موخې پرته په ژوند کې هر کار دشوار او ستونزمن دی.

۴۲- موږ پر لار تلل پر ځمکه له لوېدو څخه زده کوو، که پر ځمکه را ونه غورځو، هېڅکله به پر لار تلل هم زده نه کړو.

۴۳- انسان چې څومره هم د ارامۍ او امنیت په لټه کې وي، په هماغه کچه پر ژوند باندې کنټرول هم له لاسه ورکوي.

۴۴- لغتونه د ذهن ابزار یا وسایل دي؛ ځکه ذهن ته اجازه ورکوي، څو هغه څه چې په سترګو نه لیدل کېږي، درک کړي.

۴۵- یوازې خبرې کول ارزښت نه لري، تر خبرو عمل غوره دی. که غواړی یو څوک وتلی، نو د خبرو پر ځای یې عمل ته وګورئ.

۴۶- لویې هیلې په وړو ګامونو سره پیل کړئ.

۴۷- اوسنی ځای ځایګی مو وپېژنئ، موخه مو مشخصه کړئ، وروسته بیا د رسېدو لپاره ورته پروګرام جوړ کړئ.

۴۸- د بدلون تر ټولو سخته برخه، په نا اشناوو کې ور ننوتل دي.

۴۹- سوداګري لاسي کراچۍ ته ورته ده، څو یې چې ټېله نه کړی، حرکت نه کوي.

۵۰- مهارتونه او وړتیاوې مو د شتمن کېدو لامل کېږي.

۵۱- هغه کسان چې په سر کې کوچنۍ هیلې لري، همداسې د کوچنیو کسانو په څېر به ژوند کوي.

۵۲- بایلونکي چې کله له ماتې سره مخ کېږي، میدان پرېږدي، خو ګټونکي بیا تر بریا پورې له ماتې سره مبارزه کوي.

۵۳- په نننۍ نړۍ کې چې هر څه په ډېرې تېزۍ سره د بدلون په حال کې دي، هغه کسان چې له رېسک او خطر څخه وېرېږي، تر نورو ډېر له خطر سره مخ دي.

۵۴- د پیسو په نړۍ کې لومړنی مهم لغت د (پیسو ګردش) یا پر کار اچول او دویم مهم لغت د (نفوذ ځواک) دی.

۵۵- که غواړی شتمن شی، نو د ډېرو کسانو لپاره کار او خدمت وکړئ.

۵۶- د تېروتنې کول؛ یانې هغه وخت را رسېدلی چې هغه نوی شی دې زده کړل، چې له دې مخکې پرې نه پوهېدې.

۵۷- پروګرام لرل، هیلو ته غځېدلی پل دی. ستاسو دنده دا ده چې ښه پروګرام ولری، ښه پل وتړی، څو مو هیلې پر واقعیت بدلې شي.

۵۸- په اوسني حال پاتې کېدل اسانه، خو بدلون سخت دی. ډېری کسان دې ته ارزښت ورکوي چې په هر حال په خپل اوسني حالت پاتې شي.

۵۹- په اصل کې هېڅ تېروتنه نشته، هغه څه چې تاسو ته تېروتنه ښکاري، په اصل کې مو له فرصتونو خبروي.

۶۰- هېڅ سوداګریز او تجارتي فرصت زیان اړوونکی نه دی، دا خپله پانګه وال دي چې ځینې شیان په خپله ګټه او ځینې په زیان تماموي.

Share319Tweet80Share32

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In