تاسې به هغه څه ته هرومرو رسېږی چې د ځان لپاره مو موخه ټاکلې ده. دې هرڅه ته به په خپل وخت رسېږی؛ ځکه خدای پاک ستاسې لپاره ټولې ښېګڼې او نعمتونه داسې همغږي کړي، چې په خپل وخت به یې لیدونکي وی.
کېدای شي په کورنیو ستونزو کې راګیر شی، اندېښنه مه کوئ، تاسې په خپل وجود کې د جوړجاړي او پرمختګ وړتیا لری، کولای شی هرڅه ته د حل لار پیدا کړی. کېدای شي کاروبار مو بې خونده شوی وي او اصلي پېرودونکي مو له لاسه ورکړي وي او له خپله کار زړه توري شی، خو کولای شی حس کړی چې په وجود کې مو یو څه په حرکت کې دي. یو غږ به درته وایي: «تاسې دويم نه، بلکې لومړی نمبر یی». په هرڅه چې لاس را تېر کړی، غوړېږي. کېدای شي هیلو مو ډېر وخت نیولی وي، تاسې به یې د پوره کېدو لپاره هم ډېره هڅه کړې وي، خو تر اوسه ورته رسېدلي نه یاست، خو د مایوسۍ ترڅنګ مو په وجود کې یو څه د حرکت په حال کې دي. دغه حرکت درته وایي چې بېړه مه کوئ؛ لا یې وخت پاتې دی. خدای پاک چې د څه وعده درسره کړې، هرومرو به ورته رسېږی.