کېدای شي ډېر کسان په دې اند وي چې که څوک د شکرې پر ناروغۍ اخته وي، نو په هېڅ ډول خواږه مواد نه شي خوړلی، خو ځینې داسې خواږه شیان شته چې په خوړلو یې پر شکرې ناروغۍ اخته کسانو ته کومه ستونزه نه پېښېږي.
باید وویل شي چې د دې ناروغۍ لپاره وچ توت ګټور دي. هغه خواږه چې په توتو کې دي، د سوربیتول په نامه یادېږي، د ینې لپاره ګتور دي او د هغو کسانو لپاره یې ګټه ډېره ده چې د شکرې ناروغي لري. لومړی باید د انسولین د هورمون درملنه وشي، څو خپل فعالیت پیل کړي، له هغو خوړو باید ډډه وشي چې ډاکټر یې د نه خوړو سپارښتنه کوي او په ورځني ډول ورزش ته وخت ځانګړی شي. د شکرې ناروغي په خپله بیا دوه ډولونه لري، چې د دویم ډول نښې نښانې او درملنه بیا د لومړي ډول په پرتله توپير کوي.
که د شکرې ناروغي پرمختللې شي، کېدای شي ډېرې ستونزې را منځته کړي، چې ځینې یې په دې ډول دي: لومړی خو د سترګو د شاوخوا رګونه تخریبوي او په راتلونکي کې د دې لامل کېدای شي، چې سترګې خپله دنده پرېږدي او ړندې شي.