که خدای مه کړه پر کومه ناروغۍ اخته وی، نو د دې پر ځای چې ورته تسلیم شی، ورته ووایئ: ناروغي د خدای له لوري ده، زه په خپل وجود کې دومره قوت لرم چې کولای شي د هر ډول ناروغۍ مخه ونیسي. روغتیا همدا اوس ستاسې په وجود کې ده. د را برسېره کېدو لپاره وخت ته اړتیا ده. هېڅوک نه شي کولای د هغې مرستې او مهربانۍ مخه ونیسي، چې د خدای له لوري تاسې ته ځانګړې شوې ده. په منفي فکرونو او ګیلو کې ځان مه راګیروئ. هڅه وکړئ چې دغه ډول منفي فکرونه مو پر مثبتو هغو بدل کړئ:
«د ډاکتر پایلې د ښه زیري ورکوونکې نه دي». تاسې د داسې خبرو په ځواب کې ووايئ: زه په خپل وجود کې د الهي درملو ښه زېرمه لرم. پر ما هېڅ ډول وسله نه شي بریالۍ کېدای. دا هم باید درک کړئ چې تاسې د هرڅه او هر کار وړتیا لری. دا خبرې چې هېڅ وخت به موخې ته ونه رسېږی، دا شی او هغه شی نه لری، بيخي یوې خواته پرېږدئ. تاسې په وجود کې د هیلو او بریا زېرمې او انرژي لری. خدای پاک به هغه هیلې او بریاوې چې ستاسې په وجود کې یې ځای پر ځای کړې دي، رابهر کړي او پر حقیقت به بدلې شي. تاسې لا اوس هم وخت لری.