پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه لیکنې

یوه تاریخي کیسه؛ د کردانو حال او پر امریکا د تکیه کوونکو برخلیک!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

اکتوبر 14, 2019
in لیکنې
0 0

د مصر وتلی ادیب او لیکوال انیس منصور وایي: «د ایران پاچا رضاشاه پهلوي دا نصیحت په خپل غږ کې راته ثبت کړ او ما ته یې راکړ چې دا زما له خوا “انور سادات” ته ورسوه، دا هغه ته زما مهم نصیحت دی، هغه ټینګار راته وکړ چې انور سادات باید زما نصیحت خامخا عملي کړي».

د ایران پاچا مصري واکمن انور سادات ته په خپل نصیحت کې وایي: «په دې سیمه کې چې ما امریکایانو ته څومره خدمت کړی دی، بل هېچا به نه وي ورته کړی، خو امریکایان هېڅ اصول او اخلاق نه پېژني. یو وخت یوه نڅا ځای کې زه د امریکا د ولسمشر کارټر له ښځې سره ګډېدم او هغه زما له ښځې سره ګډېدو. کارټر د ګډا په مهال زما ښځې ته په غوږ کې وویل: «ایران د امن جزیره ده او ایران ښایسته دی، خو په همدې وخت کې د امریکا د مرکزي استخباراتو مدیر د تهران په هوایي ډګر کې د خمیني انتظار کاوه!»

د ایران پاچا زیاتوي: «زما وروره انور ساداته! پر امریکایانو هېڅ باور مه کوه، هغوی که نن تا ومني، سبا دې وژني، له دوی نه ځان ساته، زما سره چې دوی څه وکړل، دا د هر چا لپاره د عبرت ستر درس دی او هېڅوک یې باید هېر نه کړي. یانې هر امریکا پلوی باید د امریکایانو پر دوستۍ باور ونه کړي».

انیس منصور په پای کې لیکي: «انور سادات لکه چې د ایران د پاچا نصیحت هېر کړی و، نو ځکه یې له امریکایانو سره د دوستۍ بده پایله موږ په خپلو سترګو وليدله».

د دغو واقعیتونو او د نن تاریخ حال د سوريې کردان دي، کردان په اسلامي تاریخ کې د صلاح الدین ایوبي له ستر او ویاړه ډک نوم سره یادیږي، دوی د هغه چا کهول دي چې تل یې نور ساتلي، ولې د نااهلو او له بهره صادرو شویو رهبرانو له امله، تل د ختیځ او لوېدیځ په لویو لوبو کې د ورځنیو سیاستونو او ژورو ستراتيژیکو ټکرونو په ګردوبونو کې لوبول شوي دي.

په ترکیه کې د اردوغان راتګ د کردي ملت لپاره په ايډیالوژیک او قومي اړخ دواړو کې یو ښه تغیر و، هغه چې د ترکیې دننه او بهر اردوغان د پان عثماني لیدلوري پر بنسټ تر بل هر چا کردان ډېر وپالل، مګر کله چې ځینې کرد سیکولر خوځښتونه د تل ابیب میدانونو ته لاړل او امریکا د صه یونیستي دوکتورینو د هڅونې پر بنسټ، د سوریې د وېشلو او د ترکیې د ګواښلو په موخه، دغو ډلو ته نوي کوردینات ورکړل او هماغه وو چې هرڅه بدل شول.

سوریې ته د امریکایانو پښه راخلاصه شوه، کردان لومړني خلک وو چې د فراق غږونه یی اوچت کړل، ټوپک یې واخیست او لومړنۍ امریکایي اډې هم د دوی په سیمو کې جوړې شوې. دا هغه مسئله وه چې د ترکیې د ستراتیژیکي دفاع د دودیزو حرمتونو ماتول وو.

نن چې امریکا له ترکیې سره د پټو ګټو کوم تړون کړی، امریکا د هغه په مقابل کې کردان د منفلي په نرخ خرڅ کړل او ترکیه یې د سولې په نوم وژني.

هغه چې اوس دوی ته له ترکیې سره پرته له تسلیمۍ او یا ځان وژونکې جګړې بغیر بل هېڅ کوم انتخاب نه دی پاتې.

د قدرت د نېشې پر مهال پندونه او عبرتونه اخیستل د یوه نیم نېکمرغه په برخه کیږي، اکثره د واک او ځواک پر مهال په دې اړه عقل کم کاروي، ځکه خو ډېری پردي پال نامراده او ډېر ژر له واکه لوېدلي دي.

د نن او پرون تاریخي روایتونو دغه واقعې هر هغه افغان ته که د عبرت او پند اخیستلو وړتیا لري، د ایراني پاچا سپارښتنه دې جدي په پام کې ونیسي، په قدرت دې نه مغروره کیږي، د قدرت ناوې د ډېرو بدمرغه زلمو کونډه ده، لکه مرحوم پسرلی چې وايي:

ښه مې د قدرت خوړجنې ناوې ته چې وکتل

دا بوډۍ د ډېرو سرخوړليو زلمو کونډه وه

او یا که هغه واقعیت هسې افسانه او کیسه بولي، نو د نن سوري کردانو برخلیک دې وارزوي، چې څنګه امریکایانو حیران او تر لاسو ـ پښو تړلي يې ترکانو ته پرېښودل، د سهیلي ویتنام د لاسپوڅیو حال دې واخلي چې کله امریکایان له ویتنامه په تېښته کې وو، نو د دې پر ځای چې دوی یې په الوتکو کې ورسره بیولي وای، په تش ډګر یې يرېښودل او له الوتکو یې کښته راغورځار کړل او که دا هم نه وي؛ نو د منځني ختېځ د مستبدو ډیکتاتورانو له برخلیکه دې ځان خبر کړي، چې څنګه یې لومړی د خپلو ولسونو پر خلاف لکه یوه وسیله وکارول او بیا یي پر همدغو ملتونو بې عزته کړل، په لارو او کوڅو کې یې پرې ووژل او یا یې لکه صدام حسین خبره تر داره ورسېده.

په پښتو کې متلونه دي چې وايي: «پردی کټ تر نیمو شپو وي؛ تر پردي زوی خپله لور هم ښه ده او یا په پردي لاس مار هم مه وژنه». اوس نو خبره زموږ له امریکا مذهبو افغانانو سره ده چې پردۍ لښکرې تاسې نه شي ساتلی، خپل ولس ته مراجعه وکړئ، دا ډېر عظیم او عزتمند قام دی، په پردو یې ویاړمند تاریخ مه ور بدرنګه کوئ، هغوی چې په پردو یې ځان ساته، نه یي کور شته نه یې ګور، امریکایي ولسمشر ته د هغوی د قاتلو لښکرو د پاتې کېدو پر ځای پر خپل ولس تکیه وکړئ، روانه جګړه افغان وژنه او بهرنیان د دغه وحشت لومړني عاملین دي، بنا د ولس له غږ او غبرګون سره مله شئ، د بهرنیانو د وتلو ولسي داعیه ټینګه کړئ او د خپل ولس د لومړیتوبونو خپلول هغه یوازینۍ لار ده چې تاسو خپله ماضي پرې جبرانولای او د تاریخ له محکومیته چې د کردانو ننني او د ایران او مصر د پاچاهانو پخواني برخلیکونه دي، ورڅخه خلاصولی شي.

Share18Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In