یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

ابیې علي احمد

شفیق امیرزی

اکتوبر 15, 2019
in څېره
0 0

د ۲۰۱۹ ز کال لپاره د سولې د نوبل جایزه د ایتوپیا لومړي وزیر ابیې احمد ته ورکړل شوې ده. ایتوپیا تېر کال له اریټیریا سره د پولې پر سر له هغې شل کلنې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه، چې په ۱۹۹۸ ز کال کې پیل شوې وه. په اوسلو کې د نوموړي نوم د سولې د نوبل سلمې جایزې ګټونکي په توګه اعلان شو او په ډسمبر میاشت کې به نوموړي ته په همدې ښار کې جایزه رسماً ورکړل شي. دغه جایزه نهه میلیونه سویډني کرونه یا نهه لکه ډالره مالي ارزښت لري. دغې معتبرې جایزې ته د ۲۲۳ کسانو او ۷۸ سازمانونو په ګډون، ټولټال ۳۰۱ کاندیدان نوماند شوي وو.

له اعلانه مخکې، د ډېرو نوماندانو په هکله ګومان کېده چې دغه جایزه به تر لاسه کړي، چې د چاپېریال ساتنې فعالې ګریټا تهونبیرګ نوم پکې ډېر یادیده. د نوبل کمېټې د اصولو له مخې، تر پنځوسو کلونو پورې د هغو کسانو نومونه نه خپرېږي چې کوچني لېست ته رسېدلي یا شارټ لېسټ شوي وي.

د ۲۰۱۸ ز کال په اپریل کې لومړي وزارت ته له رسېدو وروسته، ښاغلي احمد په خپل هېواد کې داسې پراخ ازادانه اصلاحات راوستل چې دغه په سخت کنټرولېدونکي هېواد کې یې خوځښت رامنځته کړ. نوموړي د اپوزیسیون زرګونه نیول شوي فعالان له زندانونو خوشي کړل او تبعید شویو مخالفانو ته یې اجازه ورکړه چې هېواد ته ستانه شي. دغه راز یې له خپل ګاونډي هېواد اریټریا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې ورسره دوې لسیزې اوږده جګړه پای ته ورسېده.

ابیې احمد د ۱۹۷۶ز کال د اګست په پنځلسمه د ایتوپیا د کافا د تاریخي ښار په اوسنۍ ارومیه نومې سیمه کې زیږېدلی دی. د هغه پلار احمد علي نومېده چې د ارومیې له مسلمانانو و. پلار یې څلور ودونه کړي وو. مور یې ارتودکس عیسوۍ وه. دی د خپل پلار دیارلسم اولاد و. دا چې پلار یې څلور ودونه کړي وو، نو په دې توګه د خپلې مور تر ټولو کوچنی یانې شپږم اولاد و. په ماشومتوب کې یې ابیې نوم ورباندې کېښود چې د انقلاب په مانا دی.

احمد د ماشومتوب دوره د خپلې کورنۍ په غېږ کې تېره کړه او لومړنیو زده کړو ته یې ملا وتړله. کورنۍ یې هغه سیمه ییز ښوونځي ته ولېږه او بیا یې خپلې متوسطه زده کړې د اګارو ښار په ښوونځیو کې بشپړې کړې. هغه له زده کړو سره بې ساري مینه لرله. تل به یې وخت په مطالعه او زده کړو تېراوه او نور به یې هم دې ته هڅول چې زده کړې وکړي او خپله تحصیلي سویه لوړه کړي.

د زده کړو پر مهال ابیې احمد د ایتوپیا په پوځ کې دنده او فعالیت هم پيل کړ. له دې سره یې هممهاله خپل لېسانس هم بشپړ کړ. ده خپل لېسانس د کمپیوټر انجنیرۍ په برخه کې تکمیل کړی دی.

ابیې په ۲۰۱۱ ز کال کې د رهبرۍ په برخه کې خپله ماسټري بشپړه کړه. احمد له کار سره هممهاله خپله دوکتورا هم پیل کړې وه. څو کاله یې د دوکتورا د محصل په توګه تېر کړل. هغه په ۲۰۱۷ ز کال کې پر دې بریالی شو چې له خپلې دوکتورا دفاع وکړي. د نوموړي د دوکتورا موضوع هم دا وه چې څنګه وکړی شي د ټولنیزو پانګو په مرسته په ایتوپیا کې دودیز اختلافات له منځه یوسي. نوموړي د دوکتورا پر مهال په ایتوپیا کې د ډېرو ستونزو د حل لپاره تحقیقي مقالې لیکلې دي او موخه یې دا وه چې وکړی شي په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د تل لپاره د سولې او ثبات لاره پرانیزي.

احمد لا پوځي دنده تر سره کوله چې له زیناش نومې نجلۍ سره معرفي شو او له هغې سره یې واده وکړ. دوی دواړه د دریو اولادونو څښتن شوي دي او مېرمنې یې هم له ده سره یو ځای د پوځ په استخباراتي برخه کې دنده تر سره کوله. ابیې احمد پر څو محلي او نړیوالو ژبو پوهېږي. پر انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي. سپورت یې خوښېږي او په خبره یې جسمي سلامتیا د رواني او مغزي سلامتیا په مانا ده.

مخکې مو هم وویل چې احمد خپله لومړنۍ دنده په نظامي برخه کې پیل کړې ده. دی لا زلمکی و چې د ایتوپیا د وسله والو په لیکو کې یې فعالیت پيل کړ. کله یې چې په ۱۹۹۱ ز کال کې مشر ورور په جګړو کې ووژل شو، نو دی دې دندې ته راغی. د مارکسیستي نظام پر ضد جګړو کې یې ونډه لرله او په پوځ کې د دوی د ګوند کسان کم وو، نو په چټکۍ سره اړ شو چې له نورو پوځیانو سره په خبره د پوهېدو لپاره تیاګرینیايي ژبه زده کړي. په همدې سره په پوځ کې مخ ته لاړ او په خپله دنده کې بریالی و. د کمونیستي رژیم تر سقوط وروسته یې په ویسټ والګا کې د نظامي زده کړو لپاره څه وخت تېر کړ. له دې سره هممهاله یې دنده د پوځ د اطلاعاتو او ارتباطاتو په برخه کې وه. په ۱۹۹۵ ز کال کې چې کله وسله والو د رواندا ټبر نسل وژنه وکړه، نو د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو احمد د خپل قومندان او غړي په توګه په رواندا کې وګوماره.

وروسته بشاشه ښار ته لېږل کېږي او هلته یې مسوولیت دا وي چې د یوه پوځي افسر په توګه د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ رامنځ ته شوي تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. په ۲۰۰۸ ز کال کې د ایتوپیا د استخباراتي او اطلاعاتي مرکز په جوړولو لاس پورې کوي. دی پوره دوه کاله د دې ستر مرکز مشر و او لسګونو کسانو کار ورسره کاوه. دا په اصل کې له څو مهمو دولتي ادارو جوړ شوی مرکز و چې د اطلاعاتو او ارتباطاتو د تنظیم او اغېزناک کولو لپاره یې مهم فعالیتونه تر سره کړي دي. وروسته یې له دې دندې استعفا ورکړه او سیاست ته یې مخه کړه.

کله چې احمد سیاست ته مخه کړه، نو بېرته یې د ارومو د ګوند د غړي په حیث فعالیت پيل کړ. دغه ګوند په ارومیه کې فعالیت درلود او اوسمهال یې ابیې احمد مشري کوي. د ۲۰۱۰ ز کال په ټاکنو کې احمد د اګارو د خلکو د استازي په توګه رایې وګټلې. ابیې چې کله د پارلمان غړی کېږي، د ایتوپیا په ځینو ښارونو کې د بېلو مذهبي ډلو ترمنځ سختې خونړۍ شخړې او اختلافونه روان وي. دی په لومړي اقدام کې هڅه کوي چې دغو اختلافونو ته د پای ټکی کېږدي. احمد د ټولو مذهبي ډلو له مشرانو سره ګوري او دوی په خپلو کې د یو بل پالنې او سولې ته رابولي. وروسته دی د (د سولې لپاره مذهبي اجماع) په نوم حرکت پیلوي چې مهم مذهبي مشران پکې ونډه لري. دی هڅه کوي چې په سیمه کې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ اختلافات ختم کړي او په دې توګه دلته د وژنو او ورانیو مخه ډب کړي. په ۲۰۱۵ زکال کې د خپل ګوند د اجرایه مشر په توګه ګومارل کېږي او په همدې موده کې بیا ځلې د پارلمان غړیتوب ته ځان نوماندوي.

په ۲۰۱۵ ز کال کې چې کله د ځمکو غاصبیونو د ادیسه بابا شاوخوا د ځمکو غصب پیل کړ، نو احمد یې پر وړاندې ودرېد. همدې مسئلې د ابیې احمد سیاسي شخصیت خورا مشهور او پیاوړی کړ. په ۲۰۱۶ ز کال کې د ځمکو د غصب لړۍ ودرېده، خو له دې امله رامنځ ته شوو تاوتریخوالو تر یوې مودې ادامه لرله. احمد په ۲۰۱۶ ز کال کې د ایتوپیا د ټکنالوژۍ د وزیر په توګه وګومارل شو. په همدې وخت کې یې د ايتوپیا د اقتصادي ودې لپاره پلانونه جوړول. له خپلو خلکو سره یې له نږدې اړیکې پاللې، د دوی اړتیاوې او وړتیاوې یې په ګوته کولې. هڅه یې دا وه چې له ځوانې انرژۍ د کار او زیار لپاره ګټه واخلي او د دغه هېواد شړېدلی اقصاد پر پښو ودروي.

په ۲۰۱۷ ز کال کې یې بیا د حکومت له لوري رسماً ماموریت تر لاسه کړ، چې په ارومیه او نورو ښارونو کې مذهبي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي. په دې موده کې یې پراخ نفوذ پیدا کړ او د بېلو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د حل له امله محبوب شخصیت شو.

په ۲۰۱۸ ز کال کې په ایتوپیا کې ټاکنې تر سره کېدې او ابیې احمد هم د نوماندانو له ډلې و. تر ناندریزو ټاکنو او کشمکشونو وروسته د ده ګوند بریالی کېږي او پارلمان د ۲۰۱۸ ز کال د اپرېل په ۲مه د باور رایه ورکوي. په دې توګه نو دی د ایتوپیا لومړي وزارت ته رسېږي او په همغه ورځ په پارلمان کې د پراخو اصلاحاتو د راوستو ژمنه کوي. دی وايي چې په ایتوپیا کې به یووالي ته کار کوي، اختلافونه به ختموي، د فساد جرړې به وچوي، اقتصادي وده به رامنځ ته کوي، له ایرتیریا سره به مرزي ستونزې حل کوي او د خپل هېواد کورنیو او بهرنیو سیاسي مخالفتونو ته به د پای ټکی اېږدي. د لومړي وزیر دې ژمنو خلکو ته سترې هیلې پیدا کړې او د ایتوپیا ټول ولس د هغه وینا په چکچکو بدرګه کوله. احمد وروسته په کمه موده کې خپله هره یوه ژمنه عملي کړه. سره له دې چې د ولسمشرۍ موده یې تر اوسه نه ده پوره شوې، خو هغه بریالی شوی چې د خپل هېواد لپاره اساسي او خورا مهم کارونه وکړي.

د ښې حکومتولۍ او سالم نظام لپاره د احمد لومړنی کار دا و، چې زرګونه بندیان یې له بنده خوشي کړل. دغه کسان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوږدو سیاسي اختلافونو پر مهال نیول شوي وو. تر دې وروسته یې په ګوندي برخه کې اصلاحات راوستل. د ولسواکۍ د بشپړ تامین ژمنه یې پوره کړه او په ټاکنیزو سیسټمونو کې د اصلاحاتو راوستو پر مټ یې ښې راتلونکې ته لار پرانیسته. د اساسي قانون لپاره یې ټولپوښتنه وکړه او د ټولو په خوښه یې د اصلاحاتو راوستل پیل کړل. د ایتوپیا د بهرنیو اړیکو د جوړولو لپاره ابیې احمد هڅې پيل کړې. سعودي عربستان، مصر او نورو هېوادونو ته لاړ او له دوی سره یې خپل اختلافات پای ته ورسول.

د خپل واک په لومړیو میاشتو کې یې ژر تر ژره له ایریتیریا سره خبرې پيل کړې چې د پولې مسئله د تل لپاره ختمه کړي. دوی بریالي شول چې تر اوږدو مذاکراتو وروسته، د کلونو اختلافات ختم کړي او د پولې پر سر رامنځ ته شوې ستونزه له جګړو پرته، د خبرو پر مټ حل کړي.

هغه په امنیتي برخه کې پراخه تجربه لرله، نو له خپلې تجربې په استفادې بریالی شو چې د ایتوپیا د پوځ او امنیت په مهمو ادارو کې پراخ اصلاحات راولي او په دغه هېواد کې د قوي امنیت له راتګ سره مرسته وکړي. ابیې احمد وکړی شول چې خپل هېواد د پرمختګ او ودې لارې ته برابر کړي. له همدې امله د نوبل نړیوال بنسټ هغه د نوبل جایزې ګټونکی وباله. د نوبل بنسټ وایي، احمد په خپل هېواد ک پراخ اقتصادي پرمختګونه رامنځ ته کړي. سره له دې چې د هغه د حکومت موده نه ده پوره شوې، خو هغه په خپل هېواد کې سوله راوسته، امنیت یې تامین کړ او په دغه هېواد کې یې اوږدو جګړو او ژورو مذهبي اختلافاتو ته پای ټکی کېښود.

 

Share8Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In