په هڅې، باور او دوام سره هر کار کولای شی او په پای کې به یوه ورځ وګوری چې د ژوند کومو پوړونو ته رسېدلي یاست. تاسې په یوازې ځان هېڅ کار نه شی کولای، تر هغې چې د خدای پاک مرسته درسره نه وي، خو پر دې هم باور ولرئ چې په هر مشروع کار کې له تاسې سره خدای پاک مرسته کوي. خدای پاک وایي، ته حرکت وکړه زه به دې په کار کې برکت واچوم. تاسې به داسې ځای ته ورسېږی چې تر اوسه مو نه دی لیدلی او داسې ناشوني کارونه به تر سره کړی، چې په اړه مو یې فکر هم نه و کړی.
هیلې مو ژوندۍ وساتئ، هر سهار له ځان سره دا خبره یاده کړئ چې ستاسې په وجود کې یو جنین د ودې په حال کې دی. هغه د ماتې او ناهیلۍ نه؛ بلکې د هیلې، باور، پرمختګ، نوښت، روغتیا، وړتیا او بریا جنین دی. زه پوهېږم چې کېدای شي تر اوسه مو ډېرې ماتې خوړلې وي، پر دې هم باور ولرئ چې تاسې به هېڅکله ناهیلي پاتې نه شی. پوره باور لرم چې که تاسې د زړه له تله د خپلو هیلو د پوره کېدو لپاره هڅه وکړی، خدای پاک به هرومرو تاسې خپلو هیلو ته رسوي او هغه څه چې تاسې یې غواړی او خدای پاک یې درسره وعده کړې، ورته رسېږی.