د مالي اقدام کاري ډله (FATF) وایي، پاکستان لا هم هغه پلانونه په بشپړه توګه نه دي عملي کړي چې د دوی له لورې ورکول شوي وو، نو د راتلونکي کال تر فبروري پورې به د ترهګرو د ملاتړ په خړ لیست کې پاتې شي. یادې ادارې دغه راز پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې که عملي او ریښتیني اقدامات ونه کړي نو ښایي تور لیست ته هم داخل شي. دغې ادارې، پاکستان ته د پیسو د کنټرول په برخه کې هم د لا ډېرو اقداماتو خبرداری ورکړی دی. د مالي اقدام کاري ډله وایي، پاکستان باید هغه پلانونه په بشپړه توګه عملي کړي چې دوی ورباندې هوکړه کړې وه. دا پرېکړه په هغه غونډه کې شوې ده چې په فرانسه کې له ترهګرو سازمانونو سره د هیوادونو پر مالي ملاتړ بحثونو ته ځانګړې شوې وه.






































