د روسیې خبري اژانسونه وایي، د یاد هېواد په کراسنایارسک ښار کې د اوبو یو بند مات شوی چې له امله یې، ۱۵ کسان مړه شوي دي. د روسیې د بېړنیو پېښو ادارې ویلي، دا بند نن سهار د کراسنایارسک ښار په شیتنسکې سیمه کې مات شوی چې ډېری خلک یې زیانمن کړي دي. د یادې ادارې په خبره، په همدې سیمه کې د طلا د یو کان د کارکوونکو د استوګنې ځایونه وو چې د بند اوبو سخت تخریب کړي دي. سرچینه کاږي، دې پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۳ نور تري تم دي. سیمه ییز چارواکي وایي، ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې روانې دي.






































