د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د سوریې په شمال کې وضعیت ګډوډ دی، خو دوی هڅه کوي له دغه سیمې خپل زر کسه سرتېري عراق ته ولېږدوي. دده په وینا دغه عسکر به په عراق کې د داعش ډلې د بیا ودې او پیدا کېدو مخه نیسي. مارک اسپېر ویلي چې دداعش د ودې مخنیوی باید وشي او دغه ډلې ته اجازه ور نه کړل شي چې بیا سر راپورته کړي. دمګړی په عراق کې له امریکايي عسکرو پرته پنځه زره بهرني عسکر فعالیت کوي. دوی تر ډېره د عراقي عسکرو په روزنه کې برخه اخلي. د پنټاګون یوه بل چارواکي بیا ویلي چې عراق ته د سرتېرو د لېږدولو پرېکړه قطعي نه ده، ځکه که په سوریه کې وضعیت نور هم ترینګلی شي نو دغه سرتېري به بېرته خپل ماموریت ته ورګرځي.






































