د چیلي چارواکي وایي چې د یاد هېواد په پلازمېنه سانتیاګو کې د تاوتریخجنو لاریونونو پر مهال درې اعتراض کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د سانتیاګو ښاروال، کارالا روبیلار ویلي، دا درې کسان هغه وخت ووژل شول چې یو سوپرمارکېټ ته یې اور ورته کاوه. په سانتیاګو او درې نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو له امله ضطراري حالت اعلان شوی دی، سرتېري او ټانکونه په کوڅو کې ځای پر ځای شوي څو د وضعیت د لا خرابوالي مخه ډب کړي. ښاروال ویلي، اعتراض کوونکي هڅه کوي په یادو درې ښارونو کې دوکانونه چور کړي خو دوی خپل تدابیر سخت کړي دي. دا لاریونونه د میټرو د ټیکټونو د قیمتونو د لوړوالي له امله پیل شوي چې لا هم دوام لري.






































