د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې کرد ملېشو ته خبرداری ورکړی، چې که له خوندي سیمې ونه وځي، نو ککرۍ به یې وځپل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې حکومت تېره اونۍ له یوه لوړ رتبه امریکايي پلاوي سره چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستیال په مشرۍ انقرې ته تللی و، د سوریې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د اکټوبر په ۱۷مه، په انقره کې خبریالانو ته وویل چې ترکیې موافقه وکړه چې ۱۲۰ ساعته د سوریې په شمال کې پوځي عملیات ودروي، څو کرد ملېشه ځواکونه د سوریې پولې ته نږدې له امن سیمې ووځي.
خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټلوېزیوني وینا کې ویلي، که د وتلو پروسه د اکټوبر تر ۲۲مې بشپړه نه شي، عملیات به له هغه ځایه چې درول شوي وو، بیا پیل کړي.
اردوغان ویلي: «که پلان کار وکړ، نو ښه؛ که یې کار ونه کړ، په هغه دقیقه چې ۱۲۰ ساعته پوره شول، موږ به له کومه ځایه چې درېدلي وو، عملیات پيل کړو او د تروریستانو د ککریو ځپلو ته به دوام ورکړو».
د ترکیې حکومت هغو کردانو ته چې د سوريې په شمالي سیمو کې یې د اسلامي دولت یا داعش پر ضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د تروریستانو په سترګه ګوري.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې چې راتلونکې اونۍ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د نوې خوندي سیمې په اړه بحث وکړي. ترکیه غواړي چې له سوریې تښتېدلي کډوال، بېرته خپل هېواد ته ستانه او په دغه سیمه کې یې ځای پر ځای کړي.
د یادونې ده چې اردوغان به د اکټوبر په ۲۲مه، د روسیې په سوچي ښار کې له پوتین سره وګوري.
د راپورونو له مخې، د سوریې په شمال کې د اوربند له موافقې سره هم د سوریې هغو جنګیالیو چې ترکیه یې ملاتړ کوي، له کردي ځواکونو سره نښتې کړې دي.
دواړو خواوو پر یوه او بل تور پورې کړی چې له اوربند څخه یې سرغړونه کړې ده.
د ترکیې دفاع وزارت پر کرد ځواکونو تور پورې کړی چې ۱۴ بریدونه او نور پاروونکي کارونه یې کړي دي.
ترکيې ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش په غړیتوب ۱۴ تورن کسان یې هم نیولي چې د هغوی په خبره، د سوریې په شمال کې د داعش د وسله والو له یوه بنده تښتېدلي وو.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې له ملاتړه برخمن ځواکونه د سوریې خاورې ته ور اوښتي وو او د کردانو د ښارګوټي شاکریه پر لور یې پرمختګ کړی دی.






































