د امریکا په جورجیا ایالت کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي دي. د راپورونو له مخې درې امریکايي عسکر په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي. امریکايي عسکرو په یوه زرهي موټر کې پوځي تمرینات ترسره کول او ددغه تمریناتو پر مهال وژل شوي دي. امریکایي چارواکو یې د مرګ د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وایي چې شپږو عسکرو ته په پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.






































