د سي ان ان د راپور له مخې، سعودي عربستان له امریکا سره د شویو هوکړو پر خلاف له دغه هېواده اخیستل شوې وسلې القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته ورکوي. د دې امریکایي شبکې د راپور پر بنسټ، سعودي او د یاد هېواد نور شریکان د امریکا ساخت وسلې، په یمن کې له القاعده ډلې سره تړلو ترهګرو ته لېږدولې دي. د راپور له مخې، دا امریکایي وسلې ځینې وختونه په یمن کې د حوثي یاغیانو لاسونو ته هم ورغلې دي. د راپور تر خپرېدو وروسته د امریکا یو دفاعي چارواکي هم د دې خبر پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي. سعودي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.






































