کېدای شي داسې یوه حالت ته ورسېږی چې له خپلو هیلو زړه توري شی او ترې لاس په سر شی؛ خو له نېکه مرغه باید ووایم چې ستاسې په وجود کې یو اور شته چې هېڅکله نه مړ کېږي. خدای پاک هغه وعدې چې له تاسې سره یې کړې دي، هېڅکله نه هېروي. کېدای شي تاسې يې د هېرېدو هڅه وکړی او یا بل څوک هڅه وکړي چې فکر مو واړوي او در باندې هېرې یې کړي؛ خو ستاسې په وجود کې یو اور بل شوی چې تاسې ورو ورو سوزوي او په یو ډول مو را ویښوي چې تاسې باید د خپلو هیلو د پر حقیقت بدلولو لپاره لاس پکار شی.
تاسې خدای پاک داسې پیدا کړي یاست چې هیلو ته په رسېدو کې د هغه له مرستې پرته د بل چا مرستې ته اړتیا نه لری؛ خو په دې شرط چې د زړه له تله وغواړی. له نورو تمه وشکوئ، تاسې پر هرڅه سمبال یاست، تاسې د یوه ماموریت لپاره را استول شوي یاست. تاسې د هر هغه څه لرونکي ياست چې اړتیا ورته لری. دا هرڅه په خپل وجود کې ولټوئ، اوس د دې وخت را رسېدلی چې خپل ځان وهڅوئ، نن هغه ورځ را رسېدلې چې یوه نوي پړاو ته ننوزی او د دې وخت را رسېدلی چې لوی لوی کارونه وکړی.