د کاناډا لومړی وزیر جاسټین ټروډو و توانېد چې د پرونیو ټاکنو په پایله کې ډېرې رایې خپلې کړي او ټاکنې وګټي. هغه د خپلو پلویانو په منځ کې را ښکاره شوی او د دوی ملاتړ یې ستایلی دی. د ټولو رایو له شمېرلو وروسته داسې ښکاري چې ډېرې رایې لېبرال حزب ګټلې دي، خو د پارلمان اکثریت چوکۍ یې نه دي خپلې کړې. نوموړي ویلي، چې د اقلیم له بدلون سره مبارزه یې د کارونو په لومړيتوب کې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم لومړي وزیر ټروډو ته د بریا مبارکي ویلې ده.






































