د روسیې او ترکیې ترمنځ تر یوې هوکړې وروسته په سوریه کې د ترکیې نظامي عملیات ودرول شول. د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر له ویلادیمیر پوتین سره کتلي دي او تر شپږ ساعته مذاکراتو وروسته یې یوه هوکړه کړې ده چې پر بنسټ یې په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات درېدلي دي. د روسیې ددفاع وزیر وایي کردي وسله وال باید له سیمې په شا شي او ترکیې ته له خطر جوړولو دې ډډه وکړي. دده په خبره څومره ژر چې کردي ځواکونه له امنو سیمو په شا کېږي دومره ژر ترکي ځواکونه هم له سیمې بېرته وځي. اردوغان هم ددې هوکړې تر لاسلیک وروسته ویلي چې د عملیاتو بیا پیل ته اړتیا نشته ده خو دوی بیا هم د خپل امنیت تامین او ناقانونه وسله والو ځپلو ته ژمن دي.






































