د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې او واشنګټن د لاسلیک شوي اوربند د مودې پای ته رسېدو په تړاو ویلي په سیمه کې وضعیت ښه لوري ته روان دی. دده په خبره اوربند پای ته رسېدلی خو داسې ښکاري چې جګړه درېدلې ده او ښه خبرونه پر لاره دي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د روسیې او ترکیې ترمنځ د یوې هوکړې له مخې د سوریې په شمالي برخو کې جګړه درول شوې ده. اردوغان ویلي ددې اړتیا نشته چې ددوی د پوځیانو عملیات دوام وکړي او یا له سره پيل شي.






































