د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپیر وایي، هغه سرتېري چې له سوریې څخه د عراق غربي سیمه کې ځای پر ځای شوي دي، له لنډې مودې وروسته به له هغه ځایه هم وایستل شي. ایسپیر له سي ان ان ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکایي ځواکونه به بېرته خپلو کورونه ته ستانه شي، هغوی د لنډې مودې لپاره په عراق کې مېشت شوي دي، دوی هلته د دې لپاره نه دي مېشت چې ګوندې نوی ماموریت به پیلوي، له لنډې مودې وروسته به خپلو کورونو ته ستانه شي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د عراق پوځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، هغه امریکایي سرتېري چې له سوریې د عراق خاورې ته دننه شوي دي، د دوی په خاوره کې د اوسېدو جواز نه لري او باید ژر تر ژره ووځي.






































