د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ترکیې ټول هغه بندیزونه ختم کړي چې د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه یې پرې لګولي وو. امریکا وروسته له هغې پر ترکیې بندیزونه ولګول چې ترکي پوځیانو د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړل. خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې ترکیې په سیمه کې دایمي اوربند ته غاړه ایښې ده نو له همدې کبله امریکا پر ترکیې خپل بندیزونه ختموي. ولسمشر ټرمپ وویل، که ترکیه بیا کوم داسې ګام پورته کړي چې د امریکا په ګټه نه وي نو د بندیزونو پر موضوع له سره غور کېدلی شي. ټرمپ همدا راز ټینګار کړی چې خپل ځواکونه به له سوریې وباسي، خو وايي یو شمېر سرتېري به یې په هغو سیمو کې حضور لري چې هلته د تېلو څاګان دي او باید ساتنه یې وشي.






































