د انټرفاکس خبري اژانس د خبر له مخې، ترکیې د امریکا له خبرداریو سره سره له روسیې د نورو میزایلو پېرلو هوډ کړی دی. د روسیې د وسلو صادرولو دولتي شرکت روسو ابرونو اکسپورټ ویلي، د ترکیې له حکومت سره یې د ایس-۴۰۰ میزایلو پر بلې سودا خبرې پیل کړې دي. یاد شرکیت وایي، له ترکیې سره د نورو راکټي سیسټمونو پر مالي اړخ او د لېږد پر مهالوېش خبرې اترې روانې دي. ترکیې د روان کال په جولای میاشت کې له روسیې د ایس څلور سوه دفاعي سیسټم پر پېر له امریکا سره ډېرې سړې تودې وګاللې خو په دې وروستیو کې د پوتین او اردوغان تر لیدنې وروسته یې له دې هېواد څخه د نورو میزایلو پر اخیستلو هم هوکړه کړې ده. د دواړو هېوادونو مشرانو دغه راز ویلي چې انقره او مسکو به خپلو پوځي همکاریو ته دوام ورکړي.






































