روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد یوه پوځي خپل اته ملګري د هېواد په لرې ختیځه سیمه کې په ډزو وژلي دي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه کې دوه افسران او شپږ سرتېري وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه پوځي چې په توقیف کې ساتل شوی، کېدای شي په رواني ناروغۍ اخته و. پېښه تېره ورځ ناوخته د ټرانسبایکال سیمې په ګورنې کلي کې شوې ده. د روسیې دفاع وزارت وايي، پېښه هغه مهال وشوه، چې د پوځي مرکز ساتونکو د پیرې نوبت بدلېده. د دغه پوځي نوم نه دي څرګند شوی، خو ویل کېږي د پېښې پر مهال یې د پوځي مرکز ساتنه کوله.






































