په جاپان کې د سختو ورښتونو له امله لس کسه وژل شوي او څلور نور لادرکه دي. د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې د جاپان په ځینو سیمو کې سخت توپان او باران روان دی. له دې امله د ځينو ښارونو برېښنا پرې شوې ده، ترانسپورت ګډوډ شوی او پروازونه ځنډېدلي دي. د تېرې شپې په بارانونو او توپان کې لس کسه وژل شوي او څلور نور لادرکه دي. همدا راز تر درېیو زرو پورې کسان اړ شوي چې د پروازونو د ځنډېدو له امله شپې په هوایي ډګرونو کې تېرې کړي. د جاپان لومړي وزیر اړمونو ته د بېړنیو مرستو د رسولو او همدا راز د وضعیت د مدیریت سپارښتنه کړې ده.






































