په عراق کې د بشري حقونو د څار ډله وایي، په دې هېواد کې تازه پیل شوي لاریونونه یو ځل بیا په تاوتریخوالي اوښتي چې له امله یې ۲۴ کسان وژل شوي دي. تر دې څو اوونۍ وړاندې هم د بې روزګارۍ او فساد پر ضد پیل شوي پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي وو چې پر مهال یې ۱۵۰ کسان ووژل شول او ډېری نور تري تم شول. څه موده مخکې پیل شوي لاریونونه د نړیوالي ټولنې په غوښتنه، د عراقي چارواکو له لورې د شته ستونزو د هواري په ژمنو پای ته ورسېدل خو اوس یو ځل بیا په زرګونو خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي. هغوی ادعا کوي چې حکومتي چارواکي ورته دروغ وایي او د ستونزو د حل په برخه کې یې هیڅ ډول اقدامات نه دي ترسره کړي.






































