د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د سوریې شمال ته ځينې نوي امریکایي کاروانونه رسېدلي دي او دوی زرهي ټانکونه له ځان سره وړي دي. د راپورونو له مخې دوی د تېلو د زېرمو په شاوخوا کې ځای پر ځای کېږي. د امریکا ددفاع وزیر هم ویلي وو چې دوی د سوریې د تيلي سرچینو په شاوخوا کې خپل حضور پراخوي. بلخوا روسیې بیا د امریکا پر دغه کار نیوکه کړې ده. مسکو وايي امریکا په غیر قانوني توګه یو ځل بیا په سوریه کې خپل نظامي حضور تقویه کوي.






































