د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون د روان ميلادي کال تر پايه د واشنګټن او دې هېواد ترمنځ د ملګرتيا د پاى ته رسېدو خبردارى ورکړ. کیم وايي، د شمالي كوريا او امريكا په اړيکو کې هېڅ پرمختګ نه دى رامنځته شوى او هغه دښمني لا هم دوام لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو ډېرېدو سبب کېږي. نوموړی زياتوي، پيونګيانګ د روان ميلادي کال تر پايه واشنګټن ته وخت ورکړى، چې په خپل دريځ کې بدلون راولي. د شمالي کوريا او امريکا مشرانو دوه ځلې سره ليدلي او دواړو ليدنو يې كومه ځانګړې پايله نه ده ورکړې او پيونګيانګ لا هم توغندويي ازموينې كوي. امريكا تراوسه د كيم د څرګندونو په غبرګون كې څه نه دي ويلي.






































