د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر وړاندې عملیات کړي دي. سپينې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو ساعتونو کې په دې اړه بیانیه خپره کړي. تر دې وړاندې ټرمپ په یوه واړه ټوېټ کې ویلي، یو لوی څه به پېښ شي، خو نور جزیات یې نه دي خپاره کړي. امریکايي رسنیو د نامعلومو سرچينو له قوله ویلي چې ددې هېواد ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د عملیاتو پرمهال په نښه کړی دی. نیوزویک د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، دغه پوځي عملیات ځانګړو ځواکونو تر باوري معلوماتو وروسته پيل کړي دي. ځينو نورو امریکايي چارواکو هم عملیات تایید کړي خو د البغدادي مرګ يې نه دی تایید کړی.






































