اردوغان کردي وسله والو ته له امنو سیمو د وتلو په موخه ۱۵۰ ساعته وخت ورکړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي که دغه وسله وال له امنو سیمو په شا نه شي نو ترکي ځواکونه به په سیمه کې ټولې ترهګرې ډلې وځپي. اردوغان وایي کردي وسله وال باید د ترکیې له پولې ۳۵ کیلومتره په شا شي ځکه دغه ډلې ددوی امنیت ته ګواښ پېښوي. هغه له پوتین سره تر لیدنې وروسته هوکړه کړې وه چې دغه ډلو ته به د وتلو لپاره وخت ورکوي. مسکو ژمنه کړې چې له امنو سیمو به د کردي وسله والو په وتلو کې همکاري کوي. اردوغان یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې په ۱۵۰ ساعتونو کې باید دغه کسان له دې سیمې ووځي چې له دې پرته به ترکي ځواکونه ټول وسله وال وځپي.






































