د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دوی پرون له بلوچستان خپل لاریون پيل کړی دی او د پاکستان په ټولو ښارونو کې به د ملا فضل الرحمن پلویان د حکومت ضد لاریونونو کې برخه اخلي. دوی له عمران خان غواړي چې له حکومت استعفا ورکړي او تر څنګ یې دې ټاکنې له سره وشي. ددغه ګوند غړي ادعا کوي چې عمران خان له اسلامي اوامرو سرغړونه کوي او نوی حکومت باید د اسلام اصولو ته درناوی وکړي. د پاکستان حکومت بیا ددوی دغه ادعا ردوي او ملا فضل الرحمن د ګډوډۍ په جوړولو تورنوي.






































