د روسیې دفاع وزارت د ابوبکر البغدادي پر وژل کېدو شک څرګند کړی دی. د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشکوف د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، روسیې تر اوسه په دې اړه هیڅ کره معلومات نه دي ترلاسه کړي چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي دې د امریکایي پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوی وي. سرچینه کاږي، ډېرو کسانو ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې برخه درلوده خو د دوی لخوا وړاندې شویو جزیاتو کې اختلاف موجود دی، نو دغه عملیات د شک وړ دي. دغه راز ویل شوي، د البغدادي د مړینې په اړه د امریکا څرګندونې به د سوریې پر وضعیت هیڅ اغیز ونه لري.






































