د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د هندوانو د اختر یا هولي په څېر د رنګونو سیالي ترسره شوې ده. په دې سیالۍ کې په زرګونو سعودي او بهرنیو ځوانو نجونو او هلکانو پر یو بل رنګونه شیندلي او ګډه نڅا یې کړې ده. سعودي چارواکو دې سیالۍ ته د تفریحي پروګرامونو د یوې برخې نوم ورکړی دی. ډېریو سعودي فعالانو چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي د حکومت د دې کار په غبرګون کې یې ویلي، سعودي د تباهۍ پر لور روان دی خو ډېری نورو بیا داکار ستایلی او د ازادي پر لور یې یو غوره ګام بللی دی.






































