د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي د جسد پاتې شوني به سیند ته وغورځوي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ سي اوبراین، له ان بي سي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، د داعش ډلې د مشر له جسد سره به هم، هغه کار وکړي چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن له جسد سره یې کړی و. بن لادن چې په ۱۹۹۸ میلادي کال کې امریکا د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړ، د ۲۰۱۱ میلادي کال د جنوري میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو او جسد یې سیند ته وغورځاوه. د ویلو ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.






































