کلونه وړاندې یوې لویې غونډې ته زما د وینا او زما د تجربې د کمښت په اړه یوه کس مقاله لیکلې وه. يادې مقالې په لومړي سر کې خواشينی کړم، خو بیا مې فکر وکړ چې زه نه شم کولای د ټولو خلکو زړونه لاسته راوړم او یا دا چې ټول خلک باید زما دوستان وي، خو خپله هڅه به کوم. کېدای شي د ټولو خلکو د تایید وړ ونه ګرځی. همدا درته بسنه کوي چې خدای پاک تاسې تایید کړی یاست او پر دې کار یې ګومارلی یئ. تاسې خلکو نه یئ راغوښتي، نه خلک ستاسې برخليک ټاکلی شي.
خلک نه شي کولای هغه طرحه ګډه وډه کړي، چې خدای پاک ستاسې لپاره جوړه کړې ده. تاسې خدای پاک راغوښتي، تجهیز، مکمل کړي او ټاکلي یاست. کله چې د ژوند وروستي پړاو ته رسېږی، تاسې خلکو ته نه، بلکې خدای پاک ته ځواب ورکوونکي یئ. لازمه نه ده چې د خلکو له غوښتنو سره سم ژوند وکړی او یا مو د هغوی خبرې زړه توري او له موخې واړوي. تاسې د خدای پاک مخلوق یئ. تاسې د هغه فصل لپاره چې پکې اوسی، د هېڅ شي کمی نه لری. د هغه څه په اړه چې نه یې لری او یا مو که په بله بڼه درلودی، هېڅ فکر مه کوئ او دا هرڅه مو له ذهنه وباسئ.