د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې په سوریه کې د داعش د مشر پرضد عملیاتو کې ددې هېواد پوځ دوه کسان نیولي دي. د امریکا لوی درستیز مارک میلي وايي، دغه کسان اوسمهال په یوه خوندي سیمه کې ساتل کیږي. نوموړي زیاته کړې، د ابوبکر البغدادي پاتې شوني له منځه وړل شوي او داسې پلان نشته چې د هغه د مړینې انځورونه دې شریک کړي. خو راپورونه وايي چې د البغدادي د جسد پاتې شونې په سمندر کې اچول شوې دي. امریکا وايي، بغدادي د امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ځان وژنه کړې ده. تر اوسه د نیول شویو دوو کسانو په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.






































