د هند لومړي وزیر نریندا مودي سعودي عربستان ته سفر کړی دی او هلته یې ددغه هېواد له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره کتلي دي. دده په خبره هند او سعودي عربستان پراخې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او هڅه کېږي چې دغه اړیکې نورې هم پراخې شي. نوموړي له محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په تېرو سفرونو کې دوه اړخیزې رامنځ ته شوې ژمنې تر ډېره عملي شوې دي او د اړیکو پر پراختیا لا ډېر کار روان دی. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم ویلي چې له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دواړه لوري به د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې اړیکې لا ډېرې پراخې کړي.






































