ما ته خو مې خپل فکر وایي، همدا اوس چې څه په واک کې لرم، هیلو ته د رسېدو لپاره یې کافي بولم، خو که اړتیا ورته پیدا شي، خدای پاک به یې هرومرو په هماغه لحظه راکړي. کله چې له ستونزې سره مخ کېږی او ژوند ته مو ګواښ پېښېږي، د خدای پاک مرسته هرو مرو در رسېږي. که تاسې پر دې باور او ایمان ولری چې کله هم کوم شي ته اړتیا پیدا کړی، خدای پاک یې در رسوي، په سختیو کې مو لاس نیوی کوي، بیا مو دغه ډول ناهیلي کوونکي فکرونه ذهن ته نه راځي. کېدای شي ډېر کسان داسې فکر وکړي چې دا خو نو عادلانه نه ده، ولې خدای پاک ما ته هم د کار، شتمنۍ او پرمختګ موکه نه راکوي. پام چې پر خدای پاک مو ایمان او باور کمزوری نه شي. تاسې تر اوسه پورې دې کار ته تیار شوي نه یاست، خپله هڅه جاري وساتئ، کله چې خدای پاک پوه شي چې اړتیا ورته لری، په هماغه شېبه مو د هرڅه څښتن کوي. هېڅ اندېښنه مه کوئ، خدای پاک د هرڅه لیدونکی او څارونکی دی. ستاسې ټول ورځنی ژوند ورسره لیکل شوی دی، هغه پوهېږي چې په دې شېبه کې څه شي ته اړتیا لری.