(ځان مه تباه کوه) د سکاټلنډي لیکوال، انګېزه ورکوونکي ویناوال او د ځان روزنې د متخصص (ګري جان) اثر دی، چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې خپور شو او د نیویارک ټایمز د ډېرو پلورل شویو کتابونو په ډله کې راغلی دی. دغه کتاب په فارسي ژبه هم تر اوسه پورې ۱۹ځله چاپ شوی دی او پښتو ژبې ته یې ژباړه حمیدالله حمیدي کړې ده. کتاب د هغو کسانو لپاره خورا ګټور دی، چې په ستونزو کې را ګیر، له ژونده ستړي او مایوسه شوي دي. لیکوال په خپل کتاب کې تاسو ته عملي سپارښتنې کوي او هغه امکانات په واک کې درکوي، چې په وسیله يې کولی شی په ډېرې اسانۍ سره خپلې ستونزې حل کړی او له تباهۍ ځان وژغوری. په دغه کتاب کې لوستونکي ته ویل کېږي، چې له تاسو پرته هېڅوک نه شي کولی تاسو په ستونزو کې را ګیر کړي او یا مو له ستونزو خلاص کړي، بلکې تاسو خپله، ستاسو افکار او ستاسو لید لوری دی چې تاسو د تباهۍ کندې ته ور ټېل وهي او یا مو وژغوري. په کتاب کې راځي، که تاسو وغواړی او که ونه غواړی ژوند به روان وي، خو دا چې تاسو یې په څه ډول تېروی، دا ستاسو خپل اختیار دی. تاسو به د ارواپوهنې په ډېری کتابونو کې لوستي وي چې پر مثبت فکر او مثبت لیدلوري بې کچې ټینګار کوي. یاد کتاب دا روښانه کوي، چې مثبت فکر او مثبت لیدلوری هم اړین دي، خو تر هغه ضروري خبره لاس پکار کېدل او د عمل ډګر ته ور دانګل دي. لیکوال لیکي، که تاسو په خپله خونه کې ناست وی او ټوله ورځ مثبت فکر کوی او په دې اند وی چې هر څه به سم شي، دا نو هسې د وخت ضایع کول دي. د مثبت فکر تر څنګ، عمل او مټې بډ وهل هغه څه دي، چې بریا مو یقیني کولی شي. ګري جان په کتاب کې لیکي، ژوند له ستونزو او کړاوونو خالي نه دی او نه هم د عسکرو تشریفاتي حرکت ته ورته دی، بلکې ژوند یوه ګډا او له لوړو ځوړو ډک سفر دی. لیکوال لوستونکی ننګوي، پېغور ورکوي، عملاً یې له پېښو سره مخ کوي او له ستونزو سره د مبارزې لار ورته روښانه کوي. په کتاب کې د ستونزو د حل لپاره یوازینۍ لار عزم او کلکه اراده بلل شوې ده او د عملي بېلګو په ورکولو سره یې ثابته کړې هم ده. یاد کتاب نهه څپرکي لري، ځینې څپرکي یې د بریالي ژوند په اړه پېچلي مسایل هم لري، چې یو څه دقت غواړي. هر څپرکی یې ګام پر ګام ستاسو پر مخ په ژوند کې له پېښېدونکو ستونزو سره مبارزې، بریالي، خوښ او له ویاړ څخه ډک ژوند ته د رسېدو دروازه پرانیزي.
په ټوله کې مو دا کتاب د ژوند کولو پر سبک، له ستونزو سره د مبارزې پر چل او تر هرڅه مهم لاس پکار کېدو ته اړباسي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.