په پاکستان کې د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر، مولانا فضل الرحمن وایي، په پاکستان کې د ولس پر رایو ډاکه نه مني او د ډاکوانو پر ضد به خپلې جګړې ته دوام ورکړي. هغه ویلي، د عمران خان په مشرۍ د یو نامشروع حکومت پر وړاندې درېدل مقدس جهاد دی. هغه پرون د پنجاب په ملتان ښار کې یوې جلسې ته په وینا کې ویلي، اسلام اباد ته یې د تلو موخه دا ده چې نړیوالو ته وښیي چې موجوده حکومت د پاکستانیانو حقیقي استازي نه دي. هغه زیاته کړې، عمران خان نه یوازې دا چې نامشروع دی، بلکې نااهله هم دی او په خبره یې همدا لامل دی چې د پاکستان اقتصاد ته سخته ضربه رسېدلې ده. نوموړي زیاته کړې، د عمران خان په مشرۍ حکومت جعلي دی او د ولس اختیار نه لري. د ملا فضل الرحمن په مشرۍ د ازادۍ په نامه لاریون پرون له ملتانه لاهور ته روان شوی دی او پکې په زرګونو خلکو ګډون کړی دی.






































