په لبنان کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو په موخه د ولس له دیارلسو ورځو پرلپسې لاریونو وروسته سعد الحریري استعفا ته اړ شوی دی. الحریري نن په یوه ټلویزیوني وینا کې د خپلې استعفا اعلان وکړ او کله چې خپل کارځای ته ورسېد نو پر ټلویزیون یې د استعفا خبر هم راغی. الحریري په داسې حال کې استفعا ته اړ کېږي چې لاریونوالو په لبنان کې د ژورو بدلونونو غوښتنه کوله او د اقتصادي اصلاحاتو لپاره لارو کوڅو ته راوتلي وو. لاریونوالو د الحریري تر واک لاندې حکومت باندې د اداري فساد تور پورې کاوه. په واشنګټن کې د منځني ختیځ د څېړنې ادارې یوه کارکوونکي راندا سلیم ویلي، د لاریونوالو لومړۍ غوښتنه د الحریري استعفا وه او دویمه غوښتنه به دا وي چې یو بې طرفه منځمهالې او غیر سیاسي کابینه جوړه شي څو ټاکنو ته لاره هواره او واک یو بل حکومت ته وسپارل شي.






































