د امریکا ولسمشرۍ ته ډموکراټ نوماند جوبایډن د یاد هېواد د فعال ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو توندې نیوکې کړې دي. هغه ویلي، نوموړی هڅه کوي د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په وژلو سره ځان قهرمان ثابت کړي، خو په وینا یې د نوموړي بهرنی سیاست د دې لامل شوی دی چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي خپل اوج ته ورسېږي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپورله مخې، بایډن ویلي، ټرمپ یو بې کفایته انسان دی او د ده د بې کفایتۍ له امله په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو د جذب پروسه ګړندۍ شوې او په یاده سیمه کې بې ثباتي خپل اوج ته رسېدلې ده. بایډن، چې ملي امنیت یې د خپلې انتخاباتي مبارزې سره کرښه بللې له ټرمپ څخه غواړي چې له سوریې د خپلو سرتېرو ایستلو باندې له سره غور وکړي. نوموړي دغه راز ویلي، ټرمپ په خپل بهرني سیاست کې د لرلید په نامه څه نه پېژني او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت چارواکي ورسره د یو ماشوم په څېر چلند کوي.






































