د روسیې دفاع وزیر سرګي شويګو وايي، کرد جنګياليو د سوريې په شمال ختيځ کې د ترکيې له سرحدي سيمو په بشپړه توګه وتلي دي. دا کار د انقرې او مسکو ترمنځ د موافقې له مخې شوی دی. شويګو وويل، د کرد جنګيالي تر وتلو وروسته د روسيې او سوريې پوځيان سرحدي سیمې ته تللي دي. شويګو وويل، د کرد جنګياليو وتل پرون تر ورکړل شوي مهلت مخکې بشپړ شوی دی. بلخوا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دې اړه پرون سې شنبه په انقره کې وويل، “زموږ د معلوماتو له مخې، روسيې زموږ چارواکو ته دا پيغام ورکړى چې سيمې له تروريستي ډلو کاملاً تصفيه شوي دي.”ترکيې او روسيې تېره اوونۍ کرد جنګیالیو ته ١٥٠ ساعته وخت ورکړ چې د ترکيې له سرحدي سيمو ووځي.






































