امریکا په کالیفورنیا کې د ډزو له امله درې کسه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې د دغه ایالت په یوه برخه کې د هالوین مراسم روان وو او نامعلومه وسله والو پر خلکو ډزې کړې دي. په پېښه کې ۳ کسه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. د کالیفورنیا پولیس وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي. دغه پېښه داسې مهال شوې چې همدا اوس هم کالیفورنیا ایالت کې سختې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي. زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي او تر ۲ سوزه زره پورې کسان له دې درکه اغېزمن شوي دي.






































