طالبانو د دوو بهرنیو استادانو د خوشي کولو په بدل کې له افغان حکومت د ۸۰ زندانیانو خوشي کول غوښتي دي. طالب سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی دوه بهرني استادان خوشي کوي خو په بدل کې یې د انس حقاني په ګډون د ۸۰ طالب بندیانو آزاديدل غواړي،طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دغه کسان ټول مهم جنګي قومندانان دي او په خوشي کېدو سره به یې هم له امریکایانو سره د سولې خبرې پيل شي او هم به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته تیاری وښيي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې زلمي خلیلزاد هم په وروستي سفر کې له افغان حکومت غوښتي چې د دوو بهرنیو استادانو په خلاصون کې همکاري ورسره وکړي.






































