د پاکستان په ختیځ کې په یوه اورګاډي کې د اورلګېدنې له امله ۶۵ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه ګاډی له کراچۍ راولپېنډۍ ته پر لار و، چې د ګازو د چاودنې له امله یې اور اخیستی دی. په پېښه کې ۶۵ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د پاکستان امنیتي مسوولین وایي چې د پېښې په اړه یې لا ډېرې پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته رسنیو سره شریک کړي. پاکستاني چارواکي وايي چې د ځينو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. په پاکستان کې وخت ناوخت د ناسم ترافیکي سیستم د موجودیت له امله دغه ډول خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي.






































