داعش ډلې د خپل مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل تائید کړي دي او د هغه ځای ناستی یې ټاکلی دی. د دغې ډلې پر وېب پاڼې ویل شوي، چې ابو ابراهیم الهاشمي به د داعش ډلې نوی مشر وي. امریکايي ځواکونو د تېرې اوونۍ په پای کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ابوبکر البغدادي پټنځای کشف کړ او برید یې پرې وکړ. نوموړي په یوه تونل کې له تېښتې وروسته په خپل ځان پورې تړولو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. په یوه ویډیويي پیغام کې داعش ډلې د خپل ویاند ابوالحسن المهاجر وژل کېدل هم تائید کړي دي چې د امریکايي ځواکونو او کردي وسله والو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.






































